اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه د ټولو نه مهمه مسئله د كشمير ده او بايد دا زر حل كړې شي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشمير د …
پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ نفيس ذكريا

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول حل كول غواړي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه د ټولو نه مهمه مسئله د كشمير ده او بايد دا زر حل كړې شي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشمير د كشميريانو پېدائشي حق دے او بايد دوي ته د خپلواكې حق وركړې شي۔ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او چين ستراتېژيكي شركت بنيادي اهميت لري او دا لاره د غوره خارجه پالېسې نتيجه ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دې لارې سره به د پاكستان پشمول د منطقې په هېوادونو كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستل شي








