اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز شریف په هوائي مېدانونو د مسافرو ستونزې ختمولو او دوي لپاره د سفر د لا زیاتو اسانو پېدا كولو لپاره د ګامونو منظوري ورکړی ده. په هوائی میدانونو د سمارټ سکینرونو لګولو او مسافرو څخه غیر ضروري پوښتنې او د تنګولو لاره نيولو لپاره احكامات جاري كړي شوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا احکامات وزیراعظم د …
وزیراعظم محمد شهباز شریف په هوائي مېدانونو د مسافرو ستونزې ختمولو او دوي لپاره د سفر لا زیاتو اسانو پېدا كولو لپاره د ګامونه اخستو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10اکتوبر (اے پی پی):وزیراعظم محمد شهباز شریف په هوائي مېدانونو د مسافرو ستونزې ختمولو او دوي لپاره د سفر د لا زیاتو اسانو پېدا كولو لپاره د ګامونو منظوري ورکړی ده. په هوائی میدانونو د سمارټ سکینرونو لګولو او مسافرو څخه غیر ضروري پوښتنې او د تنګولو لاره نيولو لپاره احكامات جاري كړي شوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا احکامات وزیراعظم د كسټم نظام جاج اخستو غونډې مشرۍ په مهال جاري كړل۔وزیراعظم امر وكړو چې په هوائي مېدانونو دې سمارټ اسکینرز په سمدستي توګه ولګولې شي او د کسټمز چارواكو په ځائ دې سمارټ اسکینرز څخه د سامان جانچ وكړې شي۔ وزیراعظم د کسټمز چارواكو لخوا مسافر د ضرورت نه غېر د سوال او ځواب او تنګولو نه د منع كولو احكامات هم جاري كړل۔ وزیراعظم سمارټ اسکینرز په سمدستي توګه د فضائي لارې پاکستان ته برآمد كولو سره په هر اېئرپورټ د نصب كولو امر وكړو۔ وزیراعظم ووئیل چې په ايئرپورټس د مسافرو د سامانونو د چېک کولو زوړ طرزالعمل باید پریښودل شي. ده ووئیل چې د مسافرو سهولت او آرام وړومبۍ ترجيح ده، هیچا ته به اجازه ورنکړو چې مسافر تنګ كړي۔ وزیراعظم ووئیل چې د مسافرو د سامانونو جانچ لپاره به په نړیواله کچه رائج شوی اتومېتك نظام معرفي كولې شي، او په هوائی مېدانونو نورو سهولتونو لپاره تعينات شوے عملے ته به په د نړیواله کچ تربيه وركولې شي۔ وزیراعظم امر وكړو چې د خدماتو په رسولو کښې درناوې او انساني احترام دې د تربنيې كليدي برخه جوره كړې شي۔ ده ووئیل چې د كسټمز لخوا د انفورسمنټ نوې نظام د ستائنې وړ دے٬ د اېف بي آر چيئرمېن او د ھغه ډله ته د دې کریډیټ ځي۔ وزیراعظم ووئیل چې د محصولاناتو د غلا مخنيوي لپاره باید هر ممکنه ګام پورته كړې شي، ټېكس وركوٶنكې كاروباري كسان د احترام وړ دي او ټېكس غلا كوونكو لپاره به په نو ټالرېنس پاليسۍ عمل كوٶ۔ وزیراعظم ووئیل چې د غریبانو د پېسو امانتداران يو او د دې ساتنې لپاره به هره ممكنه هڅه كولې شي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كسټم په نظام د جاج غونډه په اسلام آباد كښې شوې۔ په غونډه کښې وزيراعظم ته په اېئرپورټس او د بندرځايونو پشمول د هېواد په بېلابېلو ځایونو كښې د سامان اوړلو او راوړلو او د كسټم په نګرانۍ جاج وړاندې كړې شو۔ په غونډې ته د كسټمز د انفورسمنټ په كاركردګۍ بريفنګ وركړې شو او دې سره سره د پټرولیم مصنوعاتو د قاچاق د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د کسټمز انفورسمنټ له مخې ډیجیټل انفورسمنټ سټیشنز جوړول او په عملي فعاليت كښې هم ځانګړې پېشرفت شوے دے٬ انډس کلکټریټ (انفورسمنټ) د خپل قيام په ابتدائي دريو اوونيو كښې د 80 كارروائيو په مهال نزدې د 20 كروړه 50 لكه روپو ماليت څيزونه ضبط كړي او 865 اهلکار تعینات كړې شوي او د 26 اهمو راهدارو احاطه شوې٬ د بريفنګ په مهال زياته كړې شوه چې قاچاق شوې كپړا٬ ګاډي٬ سګرېټس٬ هائي سپیډ ډیزل، آټو پارټس او د نورو څيزونو په ضد كارروائۍ جاري دي٬ بلخوا د كسټمز په څانګه كښې د اصلاحاتو له مخې د 280 ګډز ایویلیوټرز بهرني بشپړ كړې شوې ده، د كومو تربيه چې به په اكتوبر او نومبر 2026 كښې كېږي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د اېف بي آر لخوا د قاچاق مخنيوي لپاره د اصلاحاتي اقداماتو په نتيجه كښې د کسټمز انفورسمنټ نظام يو كولو سره په ګرد هېواد كښې يو كوټلې اداره جوړه كړې شوې ده۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار، وفاقی وزيرانو اعظم نذیر تارړ، ډاکټر مصدق ملك، احد خان چیمه، عطاء اللہ تارړ، شزہ فاطمه خواجه، وزیرِ مملکت بلال اظهر کیاني، د قامي اسمبلۍ غړو عثمان اوېسي، رانا ارادت شریف خان او اړوند لوړ پورو ګدون كولو۔






