تحريک انصاف د طالبانو په آئيډيالوجي كار كوي، په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ ذمه وار پي ټي آئي دے، احتجاج او پرلتونو څخه به بنديوان خوشے نشي۔ عطاء الله تارړ

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ ذمه وار پي ټي آئي دے څو چې د طالبانو په آئيډيالوجي كار كوي او د ترهګرو سهولت كار ګوند دے، تحريك انصاف ترهګر په صوبه  كښې آباد كړي، احتجاج او پرلتونو څخه به بنديوان كس خوشے نشي، په تېرو ديارلس نيمو كالو كښې په صوبه …

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ ذمه وار پي ټي آئي دے څو چې د طالبانو په آئيډيالوجي كار كوي او د ترهګرو سهولت كار ګوند دے، تحريك انصاف ترهګر په صوبه  كښې آباد كړي، احتجاج او پرلتونو څخه به بنديوان كس خوشے نشي، په تېرو ديارلس نيمو كالو كښې په صوبه كښې د واکمنی او پرمختګ په ځاے سياسي اړي ګړي ته وده وركړې شوې۔ د خالي په ورځ په پي ټي وي كښې د وزيراعظم صلاحکار اختيار ولي خان او د صوبائي اسمبلۍ غړي جلال خان سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په يوه زمانه كښې خېبر پښتونخوا زمونږ لپاره د وياړ صوبه وه چرته چې به ګردې نړۍ څخه سېلګري راتلل او د سېل د ځايونو نه به ئئ خوندونه اخستل٬ صوبه كښې امن ٶ او په هر لحاظ سره د مثالي سهولتونو وړ ده٬ د تېرو 13 نيمو كالوپه مهال د پي ټي آئي حکومت د صوبې اولس ډېر وروستو پاتي کړے دے۔ ده پوښتنه وكړه چې وزيراعليٰ سهيل آپريدي ګورننس لپاره څومره ساعت او څومره ورځې لګولے دي؟ ده ووېيل چې وزيراعظم شهباز شريف د آئي ټي پارك پرانسته وكړه  چرته چې انکيوبيشن سينټرز جوړ كړې شوې دي، نجي څانګې ته د آئي ټي سهولتونه روسولې شوې دي او د پوهنتون زده كوونكو لپاره د جديد مهارتو زده كولو رسمي نظام وضع كړې شوې۔ ده ووئيل كه وزيراعظم شهباز شريف په ګورننس د پام كولو په ځائ د احتجاج سياست كړې وې ٬ غونډې ئې نه وې كړې او د منصوبو د پيشرفت نګراني ئې نه وې كړې نو آئي ټي پارك به بشپړ شوې نه وې٬ دې منصوبې سره به د هېواد جي ډي پي كښې اضافه، د آئي ټي مهارتونو وده، د آئي ټي سيکټر پرمختګ او د آئي ټي برآمداتو په اضافې كښې مرسته وشي۔ وفاقي وزير ووېيل چې وفاقي حکومت اولس ته ريليف وركولو لپاره فيول ريليف سکيم متعارف كړې چې د يو كروړ نه زيات خلق تر مستفيد شوي۔ ده ووئيل چې كه وزيراعظم شهباز شريف هم د اولسي خدمت په ځاې احتجاج او په سياسي هڅو كښې بوخت وي نو پرمختيائي منصوبې به نه بشپړېدې۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن چې كله وزيراعظم ٶ نو غرمه په دولس بجے به د چورلكې د لارې دفتر ته راتلو او ماښام پنځه بجے به كور ته تللو٬ ھغه به وئيل چې زه د ايکسچينج ريټ علم نه لرم په دې اړه زما كورودانې ما ته وائي۔ ده پوښتنه وكړه چې مونږ دلته د اولس خدمت لپاره راغلے يو يا اړي ګړي خپرولو لپاره؟ ده ووئيل چې يو ماشوم شهيد شو او په امن مېله چيك پوسته يوه ماشومه شهيده شو او د رېسكيو ډلو وركرز هم ځانونه قربانوي۔ ده پوښتنه وکړه چې ايا د دې شهيدانو وينه د وزيراعلي سهېل اپريدي او د هغه د کابينې د غړو په لاسونو کښې نه ده؟د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې يو خوا د ترهګرۍ په پېښو كښې قيمتي ځاني زيان كېږي نو بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت ترهګرو سره روابط په زياتېدو دي۔ ده ووئيل صوبه ترهګرو ته د سپارل هڅې روانې دي ځکه چې د پي ټي آئي په نزد د قامي ګټو په مقابل كښې سياسي ګټې زيات اهميت لري۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې خېبر پښتونخوا سياسي محاذ آرائۍ ته نه بلكې سولې، سوکالۍ او پرمختګ ته اړتيا لري.د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې آخر تر كومه د خېبر پښتونخوا اولس د دوي په رحم او كرم پرېښودې شي چا چې صوبه تباهۍ ته رسولې ده۔ ده ووئيل چې ترهګري او ناکرارۍ ټوله صوبه په داسې حالت كښې راګېره كړې ده چې د تباهۍ او بربادۍ نه علاوه بل څه نه ښكاري۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حالات د دې نه وړاندې دومره خراب نه وو۔ ترهګر په لارو کوڅو کې ګرځي راګرځي، په څو ضلعو كښې دوي د خپله ځان نه نوګو ايرياز جوړ كړې دي او ترهګرو سره په ګډه قلنګ اخستې كېږي د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د خېبر پښتونخوا د رنځورانو زيات بار د نورو صوبو او اسلام آباد په روغتونونو پرېوځي چرته چې د دوي د زړه د خلاصه علاج كولې شي۔ سوال دا دے چې هغه ورځ به کله راشي چې د ټول هېواد خلق درملنې لپاره د خېبر پښتونخوا پلو مخه وکړي؟ ده ووئيل چې د تېرو ديارلس نيمو کلونو په مهال چې صوبه كښې كومه تباهي رامنځته كړې شوې د دې نه وړاندې خو يوازې تباهي ښكاري۔ ده ووئيل چې دوي غواړي چې صوبه په بشپړه توګه له منځه يوړلې شي دغسې چې د سياسي انتقام خواهش ترسره شي، د كومې اجازه چې نشي وركولې كېدې۔ عطاء الله تارړ ووئيل چې د ترهګرۍ په لويو وجوهاتو كښې د تحريک انصاف پاليسۍ او نظرياتي سوچ كردار دے ۔ ده ووئيل چې تحريك انصاف د خپل دور په مهال ترهګر بيا دلته آباد كړي  او د شهيدانو له وينو سره يې خيانت كړې ځكه چې دوي د کالعدم تحريك طالبان افغانستان او کالعدم تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) سره نظرياتي همغږي ده۔ د بلوچستان مثال ورکولو سره د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعلي مير سرفراز بګټي د صوبې د پرمختګ او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) موثره كولو لپاره شپه او ورځ كار كوي۔د بلوچستان ټول حکومت د ترهګرۍ پر په ضد د بنيان مرصوص په څېر ولاړ دے٬ هلته وزيراعلي، وزيران، پوځي قيادت او پوليس د ترهګرۍ په ضد د يوې جامع لائحې د لانېد كار كوي۔ ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا کښې د افسرانو په تعيناتۍ كښې مېرټ نظرانداز كړې شوې او داسې افسران تعينات كړې شوي په جار قلنګ اخستو كښې معاونت كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعلي سهيل اپريدي نه د ترهګرۍ په ضد دجنګ ذمه واري قبلولو له چمتو دے او نه دې برخه کې جدي ښکاري. د دې سبب ترهګرو سره نظرياتي همغږي ده، چې قيمت ئې د صوبه اولس وركوي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د داسې سياست هېڅ ګټه نشته چې په نتيجه كښې ئې هم خپل خلق وسوځي، مړه شوي او دوي ته د زده کړې او روغتيا اسانۍ هم ترلاسه نشي۔ ده ووئيل چې د کوهاټ ټنل او د موټروے په څېر پروژې د مسلم ليګ (ن) لخوا جوړې شوې،  او په خېبر پښتونخوا کښې د تېرو 13 نيمو كالو راهسې ده پرمختيائي کارونو په اړه پوښتنې وكړه۔ ده وپوښتنه وكړه چې چې حکومت د کوهاټ لپاره کوم لوے سړک يا د پام وړ پرمختيائي سکيم بشپړ کړيدے؟ ما پخپل ژوند کې كله هم په صوبه كښې دومره بدحالي او تباهي نه وه ليدلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب عطاء الله تارړ ووئيل چې تحريک انصاف هره ورځ د عدالت سپکاوي کوي. د سړکونو بندول، د خلقو ژوند خرابول، ګډوډې خپرول، د اور لګونه او ورانکارۍ كال وركول د دې ګوند د سياست برخه جوړه شوې ده۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي کارکنانو ميټرو سټېشنز ته اور لګولے او هلته يې ونې سوځولېدي. د دې ګوند اېجنډا تباهي ده. د اطلاعاتو وفاقي وزير پوښتنه وکړه چې ايا د خيبر پښتونخوا خلق غواړي چې د احتجاج په نوم راشي او ورانکاري وکړي؟ ده ووئيل چې مسلم ليګ (ن) هم احتجاج کړي خو هيڅکله يې د پي ټي وي ودانۍ ته زيان ونه رسو، نه يې راډيو پاکستان ته اور لګولے نه يې د کرنل شيرخان مجسمه ړنګه کړې. ده ووئيل چې تحريک انصاف كله هم په سوله ايزه ډول احتجاج ونه کړو. د ټي وي د يوې اېنكر وېډيو هر چا ته ياده ده چې پكښې ھغه په ډي سي اېن جي ولاړه ژاړي او د مظاهرچيانو څخه د پناه درخواست كوي خو ولې په ھغې هېڅ رحم ونه كړې شو۔ د مولانا فضل الرحمن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل چې زه د هغه عزت كوم او ھغوي يو سينئر سياست مدار دي. مونږ هيله لرو چې د مولانا فضل الرحمن رول به مثبت وي.  ده پوښتنه وكړه چې د خېبر پښتونخوا خلك تر کومه وخته د داسې نظام په رحم او کرم پريښودلې کيدي شي كوم چې ظلم او ترهګرۍ ته وده ورکوي؟

مزید خبریں