اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات وكړو چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د امن په صورتحال او په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د شوې اقداماتو جاج واخستلې شو۔د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات٬په صوبه كښې د امن په صورتحال او په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات وكړو چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې د امن په صورتحال او په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د شوې اقداماتو جاج واخستلې شو۔د نهې په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر صوبے ته د پېښو امنيتي چېلنجونو څخه د كورنيو چارو وفاقي وزير خبر كړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا ګورنر د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هېرولو دي۔ده خېبرپښتونخوا كښې امن او استحكام لپاره د هر ممكن مرستې باور وركړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې وفاقي حكومت خېبرپښتونخوا كښې امن لپاره د خېبرپښتونخوا حكومت سره بشپړه مرسته كوي








