د پاكستان ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل په لبنان كښې د زياتېدونكې كارروايۍ مخنيوي له د فوري نړيوالو اقداماتو غوښتنه

  ملګري ملتونه ۔2جون(اے پی پی) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې په لبنان كښې  د اسرائيلي غېر مسؤولانه پوځي كارروائيو مخنيوي او زياتېدونكې شخړې حل له سفارتي هڅې مخ په وړاندې بوتللو له فوري اقدامات وكړي۔ دا غوښتنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په لبنان كښې د اسرائيلي پوځونو له سختو بريدونو وروستو تېره شپه د سلامتي كونسل په …

 

ملګري ملتونه ۔2جون(اے پی پی) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې په لبنان كښې  د اسرائيلي غېر مسؤولانه پوځي كارروائيو مخنيوي او زياتېدونكې شخړې حل له سفارتي هڅې مخ په وړاندې بوتللو له فوري اقدامات وكړي۔ دا غوښتنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په لبنان كښې د اسرائيلي پوځونو له سختو بريدونو وروستو تېره شپه د سلامتي كونسل په بېړنۍ غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل تلپاتې امن يوازې د خبرو اترو او سفارت كارۍ دلارې ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان د لبنان او اسرائيل ترمينځه جنګ بندۍ كښې د امريكائي هڅو هركلې كوي او په دې عمل كښې يۍ د پرله پسې شموليت بشپړ ملاتړ كوي۔ دا غونډه د فرانس په خواست رابللې شوې وه كله چې اسرائيلي پوځونه د لبنان دننه بیوفورټ نومې قلعې ته ورسېدل۔ پاكستاني استازي ووئيل په لبنان كښې امنيتي او بشري صورتحال پرله پسې ناوړه كيږي۔ ده ووئيل د هېواد نزدې 2,000 مربع کلومیټر لبناني سيمه چې د هېواد نزدې 20 فیصد برابر ده په اسرائيلي قبضه كښې ده۔ پاکستانی استازي ووئيل د روان كال مارچ څخه تر دې دمه 3,400 څخه زيات كسان په كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي شهيدان شوي ي او 10,000 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ دغسې 10 لكه نه زيات بې كوره شوي دي۔ په دې موده كښې 125 طبی کارمندان مړه او 300 څخه زيات ژوبل شوي دي۔پاکستان غوښتنه وكړه چې د لبنان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا بايد بشپړ احترام وكړے شي۔ ټول فريق دې په سمدستي توګه جنګي كارروايۍ بندې كړي او د سلامتي كونسل په قرارداد  1701 دې بشپړ عملدرآمد وكړے شي٬ اسرائيلي پوځ دې بلیو لائن ته بېرته لاړشي۔ پاكستاني استازي ووئيل چې پاكستان د لبنان او احكمت سره د يووالي څرګندونه كوي او په منطقه كښې امن ٬ استحكام او هيلې ته وده وركول له د روانو هڅو ملاتړ به روان ساتي۔