د ريلوے وفاقي وزير سره د پېنډۍ سټيشن كمانډر وليدل، د پېنډۍ رېلوے سټيشن او شا او خوا سيمو اپ لفټنګ او ښكلا په پروژو بريفنګ وركړې شو

  پېنډۍ 02 جون(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د پېندۍ سټېشن كمانډر برېګېډيئر علي انجم سيد وليدل په دې مهال د پېندۍ رېلوے سټېشن او شا او خوا سيمو اپ لفټنګ او ښكلا په پروژو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ملاقات كښې د سټېشن په رنګ روغن او د وګړو په آسانيو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ريلوے وزارت ميډيا آفس له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي …

 

پېنډۍ 02 جون(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره د پېندۍ سټېشن كمانډر برېګېډيئر علي انجم سيد وليدل په دې مهال د پېندۍ رېلوے سټېشن او شا او خوا سيمو اپ لفټنګ او ښكلا په پروژو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ملاقات كښې د سټېشن په رنګ روغن او د وګړو په آسانيو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ريلوے وزارت ميډيا آفس له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په دې موقع ووئيل د پېنډۍ رېلوے سټېشن له به يو منفرد، شاهانه او تاريخي شناخت وركولې شي كوم به چې د پاكستان د كلتوري ورثې عكاسي كوي۔ ده ووئيل د پېنډۍ ريلوے سټيشن به د لاهور رېلوے سټېشن څخه هم زيات ښكلې او زړه راكښونكے جوړولے شي۔وفاقي وزير ووئيل د منصوبې ترمخه پراخه او منظم پاركنګ ايريا به جوړولې شي۔(