اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې حکومت د سپېځلې، ټېکنالوجۍ سره همكاره او سهولت وركوٶنكي ټېكس نظام جوړولو عزم لري، معاشي او د ټيکس پاليسۍ موثره٬ د عمل وړ او د هېواد اصلاحاتو په اړه هدفونو سره همكاره كولو لپاره د وظيفائي ادارو او صنعتي څانګې نمائندګانو سره مسلسل رابطه او مشاورت ضروري دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د …
حکومت د سپېځلي، ټيکنالوجۍ سره همكاره او سهولت وركوٶنكي ټېكس نظام جوړولو عزم لري: د وفاقي وزير اورنګزيب د آئي کېپ پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي چې حکومت د سپېځلې، ټېکنالوجۍ سره همكاره او سهولت وركوٶنكي ټېكس نظام جوړولو عزم لري، معاشي او د ټيکس پاليسۍ موثره٬ د عمل وړ او د هېواد اصلاحاتو په اړه هدفونو سره همكاره كولو لپاره د وظيفائي ادارو او صنعتي څانګې نمائندګانو سره مسلسل رابطه او مشاورت ضروري دے۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اکاونټنټس آف پاکستان (آئي کېپ) پلاوي سره په ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په پلاوي كښې د آئي كېپ صدرر سميع صديقي٬ نائب صدر جهانزيب امين، نائب صدر احمد رضا مير او د کونسل غړې ذيشان اعجاز شامل وو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د پلاوي تود هركلے وكړو۔











