اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) قومی اسمبلۍ په 10 مئي كال 2025 د هندي جارحيت په ضد د پاكستان وسله والو ځواكونو مېړني او پېشه ور ځواب ته د پېرزوئنې وړاندې كولو سره يو تاريخي قرارداد په متفقه توګه منظور كړو په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې په معركه حق كښې د دښمن د جارحيت خله ماتې ځواب وركړے شو او هند ته خبردارې وركړې شو چې د …
د قومي اسمبلۍ د وسله والو ځواكونو مېړني او پېشه ور ځواب ته پېرزوئنې ٬ قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) قومی اسمبلۍ په 10 مئي كال 2025 د هندي جارحيت په ضد د پاكستان وسله والو ځواكونو مېړني او پېشه ور ځواب ته د پېرزوئنې وړاندې كولو سره يو تاريخي قرارداد په متفقه توګه منظور كړو په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې په معركه حق كښې د دښمن د جارحيت خله ماتې ځواب وركړے شو او هند ته خبردارې وركړې شو چې د پاكستان امن خوښې رويه دې د پاكستان كمزوري ونه ګڼلے شي ، پاكستان به د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په ضد د كوم جارحيت بشپړ او پرېكنده ځواب وركوي۔ د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ قرارداد ايوان ته وړاندے كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دي چې په 22 اپرېل 2025 پهلګام كښی د ترهګرۍ له پېښې څخه وروستو هندي حكومت او هندي مېډيا په پاكستان له كومو ثبوتونه پرته تورونه ولګول۔ پاكستان ددې پېښې غندنه وكړه۔ ايوان د وزيراعظم لخوا د سپیځلو پلټنيو پېشكش باوجود د هند 6 مئي 2025 فضائي بريدونه وغندل په كومو كښې چې عام وګړي په نښه كړې شول۔ قرارداد كښې د وزیراعظم شهباز شریف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښې په 10 مئی 2025 د پېل كړې شوي آپرېشن “بنیانٌ مرصوص” ستائنه كولو سره ووئيلې شو چې پاك هوائي ځواك برق رفتارۍ سره برتري ترلاسه كولو سره د هندي فضائيې يو شمېر الوتكې په كومو كښې چې رافيل هم شاملې وې نسكورې كړې۔ د پاکستان JF-17 تھنډر الوتكو د هند عصري S-400 دفاعی نظام تباه كړو۔ قرارداد كښې د پاك بحريه حكمت عملي او تياري هم وستائلې شوه چې له امله يۍ دښمن په شا تللو ته مجبور كړے شو۔ په قرارداد كښې په ښه توګه هند خبر كړے شو چې پاكستان امن خوښې رويه دې كمزوري ونه ګڼلې شي۔ پاكستان به د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا خلاف د هر جارحيت بشپړ او پرېكنده ځواب كوي۔ په قرارداد كښې ددې عزم پخلے وشو چې ټول قام د پاكستاني وسله والو ځواكونو تر څنګ ولاړ دے او د هېواد سلامتيا او د نظرياتي حدونو او خپلواكۍ دفاع لپاره هرې قربانۍ وركولو له چمتو دے











