افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته طلب ٬ په فتح خېل پوليس پوسټ ترسره شوي بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے شو

  اسلام آباد۔11مئی (اے پی پی) پاکستان افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتلو سره هغه ته په 9 مئی 2026ء د خېبر پښتونخوا بنو ضلع كښې په فتح خېل پوليس پوسټ د فتنة الخوارج ترهګرو لخوا د بارودو ډك ګاډي دلارې په بزدلانه بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے دے۔ په دې بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او د يو عام وګړي په شمول 4 نور ژوبل شول۔ د …

 

اسلام آباد۔11مئی (اے پی پی) پاکستان افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتلو سره هغه ته په 9 مئی 2026ء د خېبر پښتونخوا بنو ضلع كښې په فتح خېل پوليس پوسټ د فتنة الخوارج ترهګرو لخوا د بارودو ډك ګاډي دلارې په بزدلانه بريد سخت احتجاج ريكارډ كړے دے۔ په دې بريد كښې 15 پوليس اهلكار شهيدان او د يو عام وګړي په شمول 4 نور ژوبل شول۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې افغان ناظم الامور خبر كړے شو چې د پیښې تحقيقيات او جمع كړې شوې شواهدو څخه دا ثابتېږي چې د دې بريد منصوبه بندي په افغانستان كښې موجود ترهګرو كړې  وه۔ پاكستان يو وارې بيا د افغان خاورې د پاكستان خلاف ترھګرۍ لپاره په پرله پسې كارول كېدو اندېښنه ښكاره كولو سره په افغان فريق دا خبره په ډاګه كړه چې پاكستان ددې بربريت مرتكب عناصرو په ضد د پرېكنده كارروايۍ حق محفوظ ساتي۔ دا خبره هم په ډاګه كړې شوه چې په افغان خاوره د بېلو ترهګر تنظيمونو پرله پسې موجودګي او د هغوي فعاليتونو لپاره د سازګار چاپېريال نشاندهي د ملګرو ملتونو د مانيټرنګ ډلې او د نورو نړيوالو ادارو په رپورټس كښې هم شوې ده۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ يو شريك مقصد دے او افغان طالبان له به خپل لوظونه پالل وي چې هغه به خپله خاوره د كوم هېواد په ضد كارول كېدو له نه وركوي۔  پاكستان په افغان طالبان رجيم زور راوړي چې هغه دې په افغان خاوره د فتنة الخوارج ٬ فتنة الهندوستان او داعش /آئی اېس کے پی عناصر په ضد كوټلي اقدامات وكړي۔ پاكستان د ورونړو هېوادونو په ثالثۍ كښې د يو شمېر مذاكرتي دورونو د لارې افغان طالبان رجيم سره تعميري رابطې وساتلې بياهم افغان طالبان د ترهګر تنظيمونو په ضد د بامعنې كارروائيو كولو لوظونو كښې ناكامه پاتې شوې دې۔ افغان طالبان خبرولې شي چې كه هغوي ترهګر تنظيمونو ته د پناه وركولو لړۍ روانه وساتله نو پاكستان به د خپلې قامي سلامتيا او د خپلو وګړو د تحفظ هېڅ قسم سودا ونكړي۔(