په ګوادر بندرځاې يو بل كارګو جهاز لنګر انداز شو: جنېد انوار چوهدري

  اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری په ګوادر بندرځاې د زيات شوي ټرانس شپمنټ صلاحيت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د ژور سمندر په دې بندر ځاې يو بل كارګو جهاز لنګر انداز شوے دے كوم چې په منطقه كښ د ګوادر د زياتېدونكي كردار ښكاره علامت دے۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ګل په …

 

اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری په ګوادر بندرځاې د زيات شوي ټرانس شپمنټ صلاحيت په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د ژور سمندر په دې بندر ځاې يو بل كارګو جهاز لنګر انداز شوے دے كوم چې په منطقه كښ د ګوادر د زياتېدونكي كردار ښكاره علامت دے۔ د وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ګل په ورځ وفاقي وزير ووئيل اېم وی یوان هانګ ویئے په ګوادر بندرځاې په 11 مئی سهار پو باندې 10 بجې لنګر انداز شو په كوم چې نزدې 34 زره ټن مال او نزدې 20 زره څيزونه موجود وو۔ دا سامان ابوظهبي او كوېت لپاره دے كوم به چې په ګوادر بندر ځاې كوزولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د بندرځاې بنيادي اډانې او آسانيو لا ښه كولو عزم لري دغسې چې د نړيوال شپنګ ټرېفك پام دې پلو وګرځولے شي