اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په بندرځايونو ټېرف كښې د كمي اعلان كولو سره ويلي چې د دې اقدام مقصد بندرځايونه په منطقه كښې د مضبوط او مسابقتي لاجسټکس و ټرانس شپمنټ مرکز په توګه مستحكمول دي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ګل په ورځ وفاقي وزير خپل بيان كښې ووئيل چې د …
د وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په بندرځايونو د ټېرف كمولو اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري په بندرځايونو ټېرف كښې د كمي اعلان كولو سره ويلي چې د دې اقدام مقصد بندرځايونه په منطقه كښې د مضبوط او مسابقتي لاجسټکس و ټرانس شپمنټ مرکز په توګه مستحكمول دي۔ د سمندري چارو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ګل په ورځ وفاقي وزير خپل بيان كښې ووئيل چې د نظرثاني شوې ټېرف پاليسۍ په نتيجه كښې د ګوادر د لارې ټرانزټ او نړيوال ټرانس شپمنټ کنټېنر ټرافېك كښې ښكاره زياتوالې تمه كيږي او دې سره به نړيوال شپنګ لائنز راغب كولو او د بندرځايونو چارو ته وده وركولو كښې هم مرسته وشي۔ ده ووئيل د نوي ټيرف ساخت له مخې د کنټينر بېړو او د ټرانزټ يا ټرانس شپمنټ کارګو د كېري كوٶنكو بېړو برتھنګ فېس كښې 25 فيصده كمې شوېدے٬ دغسې د نړيوال ټرانس شپمنټ کنټينر په کارګو چارجز كښې 40 فيصده او په ټرانزټ کنټېنر کارګو كښې 31 فيصده كمې شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د کارګو هېنډلنګ استعداد زياتولو لپاره د مهمو مراعاتو په توګه به په ګوادر بندرځائې جنرل کارګو ته تر يو مياشت د ويړيا سټوريج سهولت وركولې شي او د هېواد په نورو بندرځايونو دا سهولت يوازې تر پنځو ورځو محدود دے۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې چې دا مراعات په سمدستي توګه نافذ العمل دي۔











