آئي ټي څانګې ته وده وركول او آئي ټي برآمدات زياتول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې دي: وزیراعظم  شهباز شریف

اسلام آباد۔11مئی  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې آئي ټي څانګې ته وده وركول او آئي ټي برآمدات زياتول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي٬ ځوانان د آئي ټي حوالې سره زيات استعداد لري كوم څخه چې بايد بشپړه استفاده وكړې شي٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير كښې په آسان خدمت مركزونو جوړولو كار بايد تند كړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم …

اسلام آباد۔11مئی  (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې آئي ټي څانګې ته وده وركول او آئي ټي برآمدات زياتول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي٬ ځوانان د آئي ټي حوالې سره زيات استعداد لري كوم څخه چې بايد بشپړه استفاده وكړې شي٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير كښې په آسان خدمت مركزونو جوړولو كار بايد تند كړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې آئي ټي او ټېلي كام چارو سره اړونده غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ،  د آئي ټي وزيرې شزا فاطمه ، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیانی او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل آئي ټي څانګې ته وده وركول او آئي برآمدات زياتول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي٬ د پاكستان ځوانان د آئي ټي حوالې سره زيات استعداد لري كوم څخه چې بايد بشپړه استفاده وكړې شي٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير كښې په آسان خدمت مركزونو جوړولو كار بايد تند كړې شي۔ د آئي ټي په څانګه كښې دې د شهري او كليوالو سيمو ترمنځه فرق كمولو له د صوبائي ، ډسټركټ په كچه د حكومت مرسته ترلاسه كړې شي۔ غونډې ته په هېواد كښې آئي ټي ته وده وركولو سره په اړوندو اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې په ګرد هېواد كښې د انټرنېټ كنكشنز شمېره په كال 2024 كښې 1.9 ملین څخه زياتېدو سره په كال 2026 كښې 5.10 ملین شوې ده۔ د روان كال به مهال تمه ده چې 4.5 څخه تر 4.6 بلین امریکی ډالرز آئی ټی برآمدات وكړې شي۔ په دې وروستيو كښې په پاكستان كښې 5 جي سروسز لپاره نېلامي وكړې شوه كومه چې كال 2016 څخه تر دې دمه په نړۍ كښې تر ټولو لويه نېلامي وه۔ دې آكشن څخه پاكستان ته د 509 ملین ډالر ريونيو ترلاسه شوه۔ اسلام آباد فری انټرنېټ هاټ اسپاټس وركولو په وروستي پراؤنو كښې دي۔ په سېد پور ماډل وېلج او فاطمه جناح پارک كښې ای-لرننګ پاډز  لګولې شي۔