معرکه حق كښې  د پاکستان د زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيواله میډیا كښې اعتراف، د هند خلاف د پاکستان د لويې بريا په قامي او نړيواله میډیا غږونه

اسلام آباد۔10مئی  (اے پي پي)  معرکه حق كښې د  پاکستان د  زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيوالې میډیا اعتراف كړے دے  ، په معرکه حق كښې د هند  خلاف د پاکستان د بريا په اړه په قامي اونړيواله میډیا غږونه راپورته شوي۔ د تفصیلات  ترمخه  بزدل دښمن د شپې په تياره كښې  چې وار وكړو  نو  پاک  پوځ د ورځې په رڼا كښې  عبرتناک ځواب وركړو۔ د پاک پوځ  پیشه …

اسلام آباد۔10مئی  (اے پي پي)  معرکه حق كښې د  پاکستان د  زړه پورې كاميابۍ قامي او نړيوالې میډیا اعتراف كړے دے  ، په معرکه حق كښې د هند  خلاف د پاکستان د بريا په اړه په قامي اونړيواله میډیا غږونه راپورته شوي۔ د تفصیلات  ترمخه  بزدل دښمن د شپې په تياره كښې  چې وار وكړو  نو  پاک  پوځ د ورځې په رڼا كښې  عبرتناک ځواب وركړو۔ د پاک پوځ  پیشه ورانه مهارت او د ایمان جذبې د هند د اربونو ډالرز دفاعي نظام  له مينځه يوړو ۔د هندي جارحیت خلاف د پاکستان په آپریشن بنیان مرصوص غږونه د ګردې نړغ په  میډیا واورېدلې شول ۔ نړيوالو دفاعي پوهانو  آپریشن بنیان مرصوص د  هندي جارحیت خلاف موثر او  خله ماتې  ځواب وګرځولو  ۔ د ۔پاکستان لخوا هند ته  خله ماتې ځواب  د مضبوطې دفاع ډډې ادعاګانې رامخې ته كرې ۔ ډي جي آئي ایس پي آرلېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري ووئېل چې كله پاکستان بريد كوي نو ټوله نړۍ به يې ليدلې شي ۔په قامي میډیا هم د پاکستان د فتحې چرچې وې  او دا  د هېواد د دفاعي تاريخ مهم سنګ میل وګرځولے شو ۔دفاعي پوهانو د هندي جارحیت خلاف  ځوابي بريد د عسکري برترۍ  غوره  مثلل  وګرځولو ۔وسله وال پوځ  د خپل ځانه   5 چنده لوي ازلي دښمن ته عبرتناكې ماتې وركړه۔