په معركه حق كښې په تاريخي بريا ګرد هېواد كښې د قرآن خوانۍ او خصوصي دعاګانو اهتمام

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) په معركه حق كښې په تاريخي بريا په ګرد هېواد كښې د قرآن خوانۍ او خصوصي دعاګانو اهتمام وكړے شو۔  د ورځې پېل په جوماتونو كښې د سهار لمونځ څخه وروستو قرآن خوانۍ و خصوصي دعاګانو سره وكړے شو۔ علماﺀ كرامو شهيدانو لپاره د لوړو درجو خصوصي دعاګانې هم وكړې۔ په دې موقع علماﺀ كرامو ووئيل چې د معركه حق په مهال ټول قام فولادي دېوال …

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) په معركه حق كښې په تاريخي بريا په ګرد هېواد كښې د قرآن خوانۍ او خصوصي دعاګانو اهتمام وكړے شو۔  د ورځې پېل په جوماتونو كښې د سهار لمونځ څخه وروستو قرآن خوانۍ و خصوصي دعاګانو سره وكړے شو۔ علماﺀ كرامو شهيدانو لپاره د لوړو درجو خصوصي دعاګانې هم وكړې۔ په دې موقع علماﺀ كرامو ووئيل چې د معركه حق په مهال ټول قام فولادي دېوال جوړ شو۔ په معركه حق كښې كاميابي زمونږ د قامي يووالي ٬ د نه كمزورې كېدونكي عزم او د پاك پوځ د بې مثاله پېشه ور صلاحيتونو څرګندونه كوي۔ علماﺀ كرامو ووئيل دا كاميابي به راتلونكو نسلونو لپاره د عزم او  وطن سره د مينې يو روښانه مثال جوړېدو سره تل ياد ساتلې شي۔