مکه مکرمه ۔10مئی (اے پي پي ) پاکستان څخه د حج كوونكو سعودي عرب ته د راتګ لړۍ روانه ده ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 4077 حج كوونكې رارسېدلې دي ۔ د دې راتګ سره سعودي عرب كښې د پاکستانو شمېره 56,272 ته ورسېده ۔ په مجموعي توګه د سرکاري کوټې 47 فیصد برخه حجاز مقدس ته رارسېدلې ده۔ د مذهبي چارو وزارت تر مخه د پاکستانيانو …
د 57 زره نه زيات پاکستاني وګړي حج لپاره سعودي عرب ته ورسېدل ، د مرستيالې عملې شمېره 1259 او د بسونو تر 245 زياته كړې شوه ، د مذهبي چارو وزارت

مزید خبریں
مکه مکرمه ۔10مئی (اے پي پي ) پاکستان څخه د حج كوونكو سعودي عرب ته د راتګ لړۍ روانه ده ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 4077 حج كوونكې رارسېدلې دي ۔ د دې راتګ سره سعودي عرب كښې د پاکستانو شمېره 56,272 ته ورسېده ۔ په مجموعي توګه د سرکاري کوټې 47 فیصد برخه حجاز مقدس ته رارسېدلې ده۔ د مذهبي چارو وزارت تر مخه د پاکستانيانو حج کونكو مدینې منورہ كښې قیام،زیارت او د عبادت مکمل کولو نه پس مکې مکرمې ته د منتقلۍ عمل هم روان دے چې ورسره مکه مکرمه كښې د عازمینو شمېره د 44,370 نه 49,495 ته رسېدلې ده٬ دغسې مکې ته د روانېدو په وجه مدینه منورہ كښې د شته عازمینو شمېره 7,825 نه په كمېدو 6,777 پاتي شوې ده۔ د حجاج سهولت لپاره د (خدام) په ځائے كول هم زيات شوي او ټوله عمله 1,090 نه تر 1,259 رسېدلې ده كومه چې د مقررہ هدف 80 فیصد جوړېږي ۔ په دې كښې د معاونینو شمېره 792 او د میډیکل او تکنیکې عملې 467 شوې ده۔ د وياند تر مخه مکه مكرمه كښې د بسونو شمېره 230 تر 245 رسولې شوې ده۔











