د صدر مملكت آصف علي زرداري بنو كښې په پوليس سټېشن د فتنة الخوارج ترهګر بريد كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری بنو كښې په پولیس سټېشن فتح خېل د فتنة الخوارج ترهګر بريد په نتيجه كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې صدر مملكت شهيدانو لپاره د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔ صدر مملكت په پېښه كښې ځائي كسانو ته د زيان په رسېدو …

اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری بنو كښې په پولیس سټېشن فتح خېل د فتنة الخوارج ترهګر بريد په نتيجه كښې شهيد شوو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې صدر مملكت شهيدانو لپاره د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔ صدر مملكت په پېښه كښې ځائي كسانو ته د زيان په رسېدو د افسوس څرګندونه كولو سره صوبائي او وفاقي حكومت ته هدايت وكړو چې د ژوبل شوو او ځپلې شوو دې هر ډول ممكنه مرسته وكړې شي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ووئيل چې ترهګر عناصر به خپل عزم كښې ناكامه كړې شي۔ قام خپلو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په يو داسے واخت كښې پاكستان سيمه ايز او نړيوال امن لپاره هڅې كوي ٬ د هند ملاتړ لرونكې ترهګر د طالبان رجيم له پناه ځايونو څخه د پاكستان شهري آباي او قانون نافذ كوونكې ادارې په نښه كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل پاكستان به د نړيوال امن هڅو كښې بريالې شي او مونږ به ترهګرو له هم ماتې وركړو۔ صدر مملكت ووئيل مونږ به يوازې ترهګر نه بلكې د هغوي سهولت كار هم په نښه كوو۔