اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي چې معرکه حق د پاكستان د تاريخ يوه پرېكنده ګھړۍ وه كومې چې په نړۍ ښكاره كړه چې پاكستان د خپلې خپلواكۍ ٬ سلامتيا او آئيني وقار تحفظ له په هره كچه بشپړ عزم لري۔ د آپرېشن’’ بنیان مرصوص ‘‘ يو كال په بشپړ كېدوم د معركه حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل معركه حق …
معركه حق يوازې عسكري كاميابي نه بلكې د ټول قام د يووالي ، ایمان او نه كمزورې كېدونكي عزم عملي څرګندونه ده: سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) دسېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي چې معرکه حق د پاكستان د تاريخ يوه پرېكنده ګھړۍ وه كومې چې په نړۍ ښكاره كړه چې پاكستان د خپلې خپلواكۍ ٬ سلامتيا او آئيني وقار تحفظ له په هره كچه بشپړ عزم لري۔ د آپرېشن’’ بنیان مرصوص ‘‘ يو كال په بشپړ كېدوم د معركه حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل معركه حق يوازې عسكري كاميابي نه بلكې د ټول قام د يووالي ، ایمان او نه كمزورې كېدونكي عزم عملي څرګندونه ده۔ ده ګران هېواد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو شهيدانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغوي قربانۍ قام لپاره د وياړ وړ دي او د هغوي د كورنيو صبر او حوصله د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار رياست دے كوم چې امن ته ترجيح وركوي بياهم د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا سودا كله هم كولې نه شي۔ پاكستان د هر ډول جارحيت بشپړ ځواب كولو صلاحيت او عزم لري۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے د پاكستان حفاظت وكړي او قام ته دې يو موټے كېدو او استقامت سره د وړاندې تللو توفيق وركړي۔











