اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د زمكې تحفظ د اوسني وخت يو مهم او ګډ نړيوال چېلنج جوړ شوے دے او ددې مخنيي لپاره اجتماعي شعور ٬ پرله پسې تګلارې او عملي ګامونو ته اړتيا ده۔ د نړيوالې يوم الارض په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل سږ كال د دې ورځې نړيوال سرخط “Our Power, Our Planet” د دې حقيقت …
د كره ارض بقاﺀ او سلامتيا د انسانيت ګډو هڅو سره تړلې ده ، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د نړيوالې يوم الارض په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د زمكې تحفظ د اوسني وخت يو مهم او ګډ نړيوال چېلنج جوړ شوے دے او ددې مخنيي لپاره اجتماعي شعور ٬ پرله پسې تګلارې او عملي ګامونو ته اړتيا ده۔ د نړيوالې يوم الارض په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل سږ كال د دې ورځې نړيوال سرخط “Our Power, Our Planet” د دې حقيقت عكاس كوي چې د كره ارض بقاﺀ او سلامتيا د انسانيت ګډو هڅو سره تړلې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د موسمیاتی بدلون اغېزو د ګردې نړۍ په څير په پاكستان كښې هم تندۍ سره شدت اختيار كړې دې۔ زيات شوے درجه حرارت ٬ د اوبو كمې ٬ فضائي آلودګي او د ځنګلونو كمي په څير عوامل نه يوازې چاپېريال بلكې د راتلونكو نسلونو محفوظ سباؤن لپاره سنګينې خطرې جوړې شوي دي۔ ده ووئيل په دې چېلنجونو قابو موندلو له يوازې پالېسۍ كافي نه دي بلكې په انفرادي او اجتماعي كچه به د ژوند طور طريقو كښې هم مثبت بدلون رامخے ته كول وي۔ ده د تعليمي ادارو ٬ سماجي تنظيمونو او په خاص تګه د ځوانانو د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې د ماحولیاتی شعور بېداری په دې اړه بنيادي حېثېت لري۔ده اولس ته اپیل وكړو چې هغوي دې يوم ارض تر يوې ورځې محدود نه ساتي بلكې په مستقل بنيادونو دې دا د ماحول دوست ژوند تېرولو عزم كښې بدل كړي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كه مونږ خپل اجتماعي طاقت په مثبت او رغنده جهت كښې وكاروو نو د يو تلپاتي ٬ محفوظ او سوكاله سباؤن ترلاسه كول ممكن دي او دا زمونږ د سيارې سره د حقيقي وفادارۍ غوښتنه ده










