اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په مشرۍ كښې د اعلی كچې يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسلام آباد د نړيوال معيار ښار جوړولو له د يو شمېر لويو او مهمو پرېكړو منظوري وركړی شوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير دا خبره په ډاګه كړه چې د حكومت مقصد اسلام آباد يو مثالي ښار كښې بدلول دي چرته چې وګړو ته د …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې غونډه ،اسلام آباد د نړيوال معيار ښار جوړولو مشن ، د مارګله په لمن كښې د نوي پارك او فائيو سټار هوټلونو جوړولو پرېكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په مشرۍ كښې د اعلی كچې يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسلام آباد د نړيوال معيار ښار جوړولو له د يو شمېر لويو او مهمو پرېكړو منظوري وركړی شوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير دا خبره په ډاګه كړه چې د حكومت مقصد اسلام آباد يو مثالي ښار كښې بدلول دي چرته چې وګړو ته د نړيوال معيار عصري آسانۍ او تفريحي موقعې ترلاسه وي۔ د دې مشن لاندې د مارګله غرونو په لمن كښې به به په زر اېكړه رقبه يو پراخا او نوے پارك جوړولے شي چې ورسره به د ښار ښكلا لا زياته شي۔ دې سره سره د كورنيو چارو وفاقي وزير دسېلګرۍ او سرمايه كارۍ ودې له په “زیرو ټېکس” اډانه د نوې هوټل پالېسۍ مرتب كولو احكامات جاري كړل۔ ده ووئيل د نړيوال معيار فرمز سره د ګډو منصوبو د لارې به نوې فائيو سټار هوټلز جوړولې شي۔ غونډه كښې د ادارہ جاتی كاركردګۍ زياتولو له په سي ډي اے كښې د غېر ضروري چوكو ختمولو پرېكړه هم وكړې شوه۔ په غونډه كښې د سي ډي اے چيئرمېن سهېل اشرف، د سي ډي اے غړو او نورو اعلی چارواكو ګډون كولو۔










