اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د هند چيف آف ډيفنس سټاف په "آپرېشن سندور" كښې د بدترينې ماتې خوړولو اعتراف كړے دے،په آپريشن سندور كښې د عبرتناكې ماتې پټولو لپاره هندي چيف آف سټاف ناوړه بيانونه وركوي۔ د تفصيلاتو له مخې د هندي چيف آف ډيفنس سټاف كمزورې باډي لېنګوېج او نښتې غږ د ماتې خوړونكي ذهنيت عكاسي كوي۔د هند چيف آف ډيفنس سټاف جنرال انيل چوهان په …
د هند چيف آف ډيفنس سټاف “آپرشن سندور” كښې د بدترينې ماتې خوړولو اعتراف

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د هند چيف آف ډيفنس سټاف په “آپرېشن سندور” كښې د بدترينې ماتې خوړولو اعتراف كړے دے،په آپريشن سندور كښې د عبرتناكې ماتې پټولو لپاره هندي چيف آف سټاف ناوړه بيانونه وركوي۔ د تفصيلاتو له مخې د هندي چيف آف ډيفنس سټاف كمزورې باډي لېنګوېج او نښتې غږ د ماتې خوړونكي ذهنيت عكاسي كوي۔د هند چيف آف ډيفنس سټاف جنرال انيل چوهان په آپرېشن سندور كښې د بدترين ماتي پټولو هڅه كولو سره وئيلي چې راتلونكي چېلېنجز به مختلف وي٬ بايد مونږ تېر سندور هېرولو سره د راتلونكي سندور تيارې وكړو۔ د هند چيف آف سټاف د ماتې ذمه دار ټيکنالوجي وګرځوله۔د پوهانو له مخې د نوي سندور خبره په اصليت كښې د دې خبرې غمازي كوي چې د ماضي په شكست او سپكاوي د پردې اچولو هڅې روانې دي۔د هند زمكيز، سمندري او فضائي ځواكونو كښې د موثرې همكارۍ نشتون په اصليت كښې په آپريشن سندور كښې د هند د تاريخي رسوايۍ سبب جوړ شوے۔ دې بيانونو څخه برېښي چې هند د “آپريشن سندور” ماتي څخه كومه زده كړه نه ده كړې بياهم د كومې هم مهم جوئۍ ځواب به د پاكستان لخوا ډېر سخت٬ موثره او پرېكنده وي










