اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د علامه اقبال فکر نن هم پاکستان لپاره د روښانه او مستحکم سباؤن لارښودنه كوي، د اقبال د خوددارۍ ، اخلاقي قوت، فکري آزادۍ او پرله پسې هلو ځلو په څير انقلابي تصوراتو مسلمانانو له يو نوے جهت وركړې۔د دې خيالاتو …
د علامه اقبال فکر نن هم پاكستان لپاره د روښانه او مستحکم سباؤن لارښودنه كوي:انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د علامه اقبال فکر نن هم پاکستان لپاره د روښانه او مستحکم سباؤن لارښودنه كوي، د اقبال د خوددارۍ ، اخلاقي قوت، فکري آزادۍ او پرله پسې هلو ځلو په څير انقلابي تصوراتو مسلمانانو له يو نوے جهت وركړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ختيز شاعر علامه محمد اقبال 88مې برسۍ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د علامه اقبال فکر نن هم د پاکستان د روښانه او مستحکم سباؤن لپاره لارښودنه كوي۔ ده ووئيل د اقبال د خوددارۍ ، اخلاقي قوت، فکري آزادۍ او پرله پسې هلو ځلو په څېر انقلابي تصوراتو د لارې مسلمانانو له يو نوے جهت وركړو۔ انجينئر امير مقام ووئيل علامه اقبال تعليم يواځې د روزګار ترلاسه كولو ذريعه نه بلکه د انسان د ذهني، اخلاقي او روحاني تربيې ذريعه ګرځولي وه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې کردار سازي، ذمه واري او په مقصد اډانه تعليم د نن تعليمي او سماجي نظام بنيادي ضرورت دے۔ په آخر كښې ده د دې عزم پخلے وكړو چې داسې پاکستان به جوړولے شي كوم چې د علم، اعلیٰ کردار او صلاحيت لرونكو ځوانانو په بنياد سوكاله او مستحکم وي










