اسلام آباد۔21اپرېل (اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا سټېټ بېنك ته نور يو ارب ډالر ترلاسه شوي دي۔ د سټېټ بنك لخوا د جاري شوي بيان له مخې دې څخه وړاندې د روانې مياشتې په 15 مه نېټه 2 ارب ډالر ترلاسه شوي وو۔ تېره ورځ د اپرېل په 20 مه نېټه په ویلیو ډېټ يو ارب ډالر ترلاسه شول كوم چې د سعودي عربستان لخوا پاكستان سره د …
سعودي عربستان څخه نور يو ارب ډالر ترلاسه شول: سټېت بېنك

مزید خبریں
اسلام آباد۔21اپرېل (اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا سټېټ بېنك ته نور يو ارب ډالر ترلاسه شوي دي۔ د سټېټ بنك لخوا د جاري شوي بيان له مخې دې څخه وړاندې د روانې مياشتې په 15 مه نېټه 2 ارب ډالر ترلاسه شوي وو۔ تېره ورځ د اپرېل په 20 مه نېټه په ویلیو ډېټ يو ارب ډالر ترلاسه شول كوم چې د سعودي عربستان لخوا پاكستان سره د مالي مرستې په لړ كښی يو مهم پېشرفت دے۔ سټېټ بېنك د دې خبرې تصديق كړے دے چې په 20 اپرېل په وېلیو ډېټ نور يو ارب ډالر ترلاسه شوي دي۔دې څخه وړاندې په 15 اپرېل 2 اربه ډالر ترلاسه شوې وو ، او اوس دا يو ارب ډالر د دغه پېكج د دويم قسط په توګه راكړې شوي دي۔ دا رقم د سعودي عربستان لخوا پاكستان لپاره د اعلان كړې 3 ارب ډالر ډيپازټ پروګرام برخه ده ، چې مقصد يۍ د پاكستان د زرمبادلې زېرمې مستحكمول او معيشت مضبوطول دي۔ د پوهانو له مخې دې مالي مرستې سره به نه يوازې دا چې د پاكستان فارن اېكسچېنج ريزروز كښې بهتري رامخې ته شي بلكې په روپۍ فشار كمېدو او مالياتي استحكام ښه كېدو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطو اقتصادي اړيكو عكاسي هم كوي










