اسلام آباد21اپرېل (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د نوموړي كاروباري شخصيت تېمور صديق په مشرۍ كښې كاروباري پلاوي د نهې په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شمول برآمدات زياتولو له په اي كامرس او اسكلز ډوېلپمنټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بلوچستان د كلتور او سېلګرۍ سېكرټري مير اېم زرين خان مګسي هم …
وفاقي وزير جام كمال خان سره د كاروباري پلاوي ملاقات ، برآمدات زياتولو لپاره په اي كامرس او اسكلز ډوېلپمنټ د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد21اپرېل (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د نوموړي كاروباري شخصيت تېمور صديق په مشرۍ كښې كاروباري پلاوي د نهې په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شمول برآمدات زياتولو له په اي كامرس او اسكلز ډوېلپمنټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بلوچستان د كلتور او سېلګرۍ سېكرټري مير اېم زرين خان مګسي هم ملاقات كښې موجود و چا چې په بلوچستان كښې هنرمندۍ او سېلګرۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقی وزير جام كمال خان ووئيل چې اي كامرس ، اسکلز ټرېننګ او د معيشت دستاوېزي شكل سره برآمدات زياتېدې شي ، پاكستان د ټېكسټائل ٬ لېدر او وېليو اېډډ مصنوعاتو كښې د برآمدي پرمختګ مضبوط انفراسټركچر لري۔ ده ووئيل ډیجیټل تجارت لرې پرتو سيمو لپاره نوې برآمدي لارې پرانستې دي ، روايتي صنعتونه لكه قالين بافي او دستكاري اي كامرس سره يو وارې بيا وده كولې شي۔ جام كمال ووئيل غېر دستاوېي معيشت ټېكس وركوونكي كاروبار لپاره غېر عادلانه مقابله پېدا كوي ، برآمد کنندګان لپاره په رېګولېټري نظام كښی بهتري رامخې ته كولې او د ټېكس رېفنډز مسئلې حل كولې شي۔ ده زياته كړه چې پبلک پرائیوېټ همكارۍ او ډيجيټل اكانومي ته وده وركولو سره به كاروباري چاپېريال غوره كړې شي










