اسلام آباد 21 اپرېل(اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې شاعر مشرق، عظيم مسلم مفکر او زيرك شخصيت علامه محمد اقبال د پاكستان تصور ته فكري اړخ وركړې٬ ھغوي نه يوازې يو عظيم شاعر ٶ بلكې داسې فكري٬ اخلاقي او روحاني قوت ئې لرو چا چې مسلمانانو ته د بېدارۍ، د فکر آزادۍ، د خود دارۍ او د پرله پسې هلو ځلو لاره وښودله۔ صدر مملکت …
شاعر مشرق علامه اقبال د پاكستان تصور ته فكري اړخ وركړې: د صدر مملکت آصف علي زرداري په يوم اقبال پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اپرېل(اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې شاعر مشرق، عظيم مسلم مفکر او زيرك شخصيت علامه محمد اقبال د پاكستان تصور ته فكري اړخ وركړې٬ ھغوي نه يوازې يو عظيم شاعر ٶ بلكې داسې فكري٬ اخلاقي او روحاني قوت ئې لرو چا چې مسلمانانو ته د بېدارۍ، د فکر آزادۍ، د خود دارۍ او د پرله پسې هلو ځلو لاره وښودله۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د يوم اقبال (21 اپرېل 2026ء) په موقع خپل پېغام كښې ووئيل نن حکيم الامت، شاعر مشرق، عظيم مسلم مفکر او د بصيرت لرونكي شخصيت علامه محمد اقبال ته پېرزوئنې كوٶ چې چا د پاكستان تصور ته فكري اړخ وركړې٬ ھغوي نه يوازې يو عظيم شاعر ٶ بلكې داسې فكري٬ اخلاقي او روحاني قوت لرلو چا چې مسلمانانو ته د بېدارۍ ، فکري آزادۍ، خود دارۍ او د پرله پسې هلو ځلو لاره ښودلې٬ د زوال او بې يقينۍ په پړاٶ كښې علامه اقبال د يو قام اعتماد ژوندے كړو په پرله پسې هڅو يۍ د هغوي باور بحال كړو، د اقبال سوچ د مشرقي او مغربي دواړو روايتونو د ژورې مطالعې عكاسي ده، ھغوي د دغې پراخه فکري ورثې څخه استفاده کولو سره انصاف، وقار او په انساني صلاحيتونو اډانه د ټولنې يو ځلنده تخيل وړاندې كړو۔ ايوان صدر څخه د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې دعلامه اقبال کلام د اسياء د عروج او د ھغه ټولنو د بېدارۍ هم خبره كوي كومې چې تر ډېرې مودې د سامراجي تسلط لاندې وې، دا يو داسې نقطه نظر دے كومې چې په موجوده پېړۍ كښې يۍ هم خپل اهميت په ځائ ساتلے دے د ھغوي د پيغام مرکز معاشي او سماجي ژوند كښې د عدل و انصاف فكر ٶ٬ علامه اقبال ھغه نظامونو ته ګوته پورته كړه په كوم كښې چې خواري كښ د خپل واجب حق څخه محروم ساتلے كېدل او په دې خبره ئې زور راوړو چې د كار د عظمت تقاضا ده چې كاركنانو ته د ھغوي د محنت عادلانه حق وركړے شي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل چې علامه اقبال فرمائي چې د “آدميت احترام آدمي، باخبر شو از مقام آدمي‘‘ (انسانيت د انسان د احترام نوم دے٬ د انسان اصل مقام او مرتبه وپېژنۍ)۔ د اقبال فکري لوړوالې د پاکستان نه بهر هم تسليمېږي٬ په ايران كښې كه يو اړخ ته هغه ته په ادبي روايتو كښې مرکزي مقام ترلاسه دے نو بلخوا د اقبال شاعرۍ ته هم په درنه سترګه او احترام سره كتلې شي٬ دا د ھغوي د فکر ژورتيا او د پراختيا عكاسي كوي كوم چې بېلو كلتورونو او تر ټولنو لاسرسي لري۔ په نننۍ ورځ مونږ د اقبال افکار خپل قامي ژوند او اولسي طرز عمل كښې د شاملوو د اهميت پخلې كوٶ٬ د ھغوي اصلي قدر يو عادلانه او متوازن ټولنه جوړولو لپاره د ھغوي افكارو په عملي نفاذ كښې دے۔
جهان تازه کي افکار تازه سے هے نمود
که سنگ و خشت سے هوتے نهيں جهاں پيدا










