مدينه منوره 20 اپرېل (اے پی پی) پاكستان 2687 پاكستاني حج كونكي مدينه منوره ته رسېدلې۔د مدينې كوآرډينيټر كاشف حسين د مذهبي چارو وزارت او نورې عملې سره د حج كوٶنكو تود هركلے وكړو۔ چارواكو له مخې د حج كوٶنكو آرام او آسانۍ باوري كولو لپاره غېر معمولي انتظامات شوي په دې موقع دوي لپاره استقباليه هم شوې چې پكښې د كيك پرې كولو دستوره او خاص مېلمستيا شامل وه۔ …
پاكستان څخه 2687 پاكستاني حج كونكي مدينه منوره ته ورسېدل٬ په مدينه كښې د دوي تود هركلے وشو

مزید خبریں
مدينه منوره 20 اپرېل (اے پی پی) پاكستان 2687 پاكستاني حج كونكي مدينه منوره ته رسېدلې۔د مدينې كوآرډينيټر كاشف حسين د مذهبي چارو وزارت او نورې عملې سره د حج كوٶنكو تود هركلے وكړو۔ چارواكو له مخې د حج كوٶنكو آرام او آسانۍ باوري كولو لپاره غېر معمولي انتظامات شوي په دې موقع دوي لپاره استقباليه هم شوې چې پكښې د كيك پرې كولو دستوره او خاص مېلمستيا شامل وه۔ د منتظمينو وينا ده چې دا اقدامات حج كونكو ته ښه او خوشګوار آسانۍ وركولو هڅو برخه ده۔ د ټولې نړۍ څخه په لاكهونو مسلمانان به رتلونكو اونيو كښې د حج ادائيګۍ لپاره سعودي عرب ته رارسي كوم چې د اسلام پنځه بنيادي اركان كښې يو دے۔ چارواكو د پاكستاني حج كوونكو لپاره ټرانسپورټ٬ استوګنو او نورو آسانيو وركولو انتظامات جاري ساتلې دي۔










