اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) د پاکستان علماء کونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی د حج په مقدس سفر تلونكو عازمينو له د زړه له كومي مباركي وركړې او په هغوي يۍ زور راوړے دے چې هغوي دې د پاكستان وقار او عزت په ځائې وساتي۔ ده د حكومت لخوا امېګرېشن خدماتو كښې ښكاره بهتري وستائله۔ د ګل په ورځ پي ټي وي نيوز سره خصوصي خبرو كښې ده په سعودي …
د پاکستان علماء کونسل چیئرمېن حافظ طاهر اشرفی د حج په مقدس سفر تلونكو له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) د پاکستان علماء کونسل چیئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی د حج په مقدس سفر تلونكو عازمينو له د زړه له كومي مباركي وركړې او په هغوي يۍ زور راوړے دے چې هغوي دې د پاكستان وقار او عزت په ځائې وساتي۔ ده د حكومت لخوا امېګرېشن خدماتو كښې ښكاره بهتري وستائله۔ د ګل په ورځ پي ټي وي نيوز سره خصوصي خبرو كښې ده په سعودي مشرتابه كښې سهولياتو كښې د ښكاره بهترۍ ذكر كولو سره عازمینِ حج ته وړاندې كېدونكې مؤثرې٬ منظمې او غوره آسانۍ د ستائنې وړ وګرځولې۔ ده د روحاني شعور په اهميت زور راوړلو سره عازمين حج ته نصيحت وكړو چې هغوي دې د پاك پروردګار شكر ادا كړي۔ ده د روان كال حج كونكو لپاره د قبوليت دعا هم وكړه۔ ده د سفر په مهال په مثالي طرز عمل زور راوړلو سره عازمينو ته هدايت وكړو چې هغوي دې په دې مقدسه موقع د پاكستان وقار او عزت برقرار وساتي۔










