سردار اياز صادق بنو كښې په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندي كړې

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بنو كښې په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندي كړي دي ۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد په وخت او موثره کارروائي د امنيتي ځواكونو د اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترهه ګرو د مشر پشمول د نورو …

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي)د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بنو كښې په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندي كړي دي ۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد په وخت او موثره کارروائي د امنيتي ځواكونو د اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ښكاره ثبوت دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د ترهه ګرو د مشر پشمول د نورو په وژولو د امنيتي ځواكونو مړانه وستائله ٬ ده په دې مهال ووئيل د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه عزائم په ناکامه كولو د امنيتي ځواكونو په قربانو وياړو۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قوم خپلو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د ’’عزم استحکام‘‘ ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد رواني كاروائي د هېواد امن او استحکام لپاره ضروري دي۔ ده زياته كړه چې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو د شريكو هڅو د لارې به د ترهه ګرۍ ناسور ختمولے شي

مزید خبریں