د اسلام آباد مذاکرات دوېم پړاٶ، د وفاقي وزير محسن نقوي امريکائي سفيرې سره ملاقات٬ په امنيتي انتظاماتو بريفنګ

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د "اسلام آباد مذاکراتو" دوېم پړاٶ لپاره د امنيتي انتظاماتو په اړه د امريكې سفيرې نيټلي بيکر په باور كښې اخستې۔ د داخله وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د امريكې سفارت دوره وكړه او دغلته ئې دا خبره په ډاګه كړه چې د مذاكراتو كاميابۍ او د غېر ملكي مېلمنو حفاظت لپاره غېر معمولي امنيتي …

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د “اسلام آباد مذاکراتو” دوېم پړاٶ لپاره د امنيتي انتظاماتو په اړه د امريكې سفيرې نيټلي بيکر په باور كښې اخستې۔ د داخله وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د امريكې سفارت دوره وكړه او دغلته ئې دا خبره په ډاګه كړه چې د مذاكراتو كاميابۍ او د غېر ملكي مېلمنو حفاظت لپاره غېر معمولي امنيتي پلان جوړ كړے شوے دے۔ د ملاقات په مهال محسن نقوي ووئيل مونږ ټولو مېلمنو لپاره د امنيت خاص انتطامات كړي دي او د اسلام آباد مذاكراتو دوېم راٶنډ لپاره لاس په دعا يو۔ د امريکې سفيرې په دې موقع په منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاکستان د مخلصانه کردار ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې د پاك امريکې د دوه اړخيزه اړيكو په وده او د منطقې په مجموعي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزير سره د اېف آئي اے ډي جي ډاکټر عثمان انور، د اسلام آباد چيف کمشنر سهېل اشرف، د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي او ډپټي کمشنر عرفان مېمن هم موجود و

مزید خبریں