پېنډۍ ۔20اپرېل (اے پی پی) امنيتي ځواكونو په بنو كښې د انټېلېجنس بېسډ عملياتو په مهال هندي سپانسرډ خوارج سره تعلق لرونكي دوه ترهګر وحید عرف مختیار او يو خودکش بمبار ووژلو۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواكونو په بنو كښې د خوارج د موجودګۍ په اطلاع يو انټیلیجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د سختو …
د امنيتي ځواكونو په بنو كښې عمليات ، هندي سپانسرډ خوارج سره تعلق لرونكي دوه ترهګر مړه

مزید خبریں
پېنډۍ ۔20اپرېل (اے پی پی) امنيتي ځواكونو په بنو كښې د انټېلېجنس بېسډ عملياتو په مهال هندي سپانسرډ خوارج سره تعلق لرونكي دوه ترهګر وحید عرف مختیار او يو خودکش بمبار ووژلو۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواكونو په بنو كښې د خوارج د موجودګۍ په اطلاع يو انټیلیجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال د سختو ډزو تبادلې په نتيجه كښې دوه خوارج وحيد عرف مختيار او يو بل خود كش بمبار ووژلے شو۔ وژل شوو څخه خودكش جېكټ ٬ وسله او ګوله بارود برآمد شول۔ خارجی وحيد د زيات مطلوب ترهګرو په فهرست كښې شامل وو۔ هغه د امنيتي ځواكونو او بې ګناه وګړو شهيد كولو په شمول په يو شمېر ترهګرو كارروائيو كښې ككړ پاتے شوے و۔ هغه په 21 فروری 2026 بنو كښې د يو ځانمرګي بريد مركزي هېنډلر هم و چې په نتيجه كښی يۍ لېفټېننټ كرنل ګل فراز شهيد شوے و۔ آئي اېس پي آر ووئيل چې دا آپرېشن نه يوازې د دغه ناوړه عمل بدله ده بلكې يو مركزي مجرم هم انجام ته ورسولے شو۔ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره يو لويه پیښه هم ناكامه كړه۔ په سيمه كښې د موجود هندي سپانسرډ خوارجو تر ختمولو به آپرېشن جاري ساتلے شي










