په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پايې ته ورسېد ، 4 کروړه 47 لكھه كوچنيانو ته قطرې وركرې شوې

اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پايې ته ورسېد، په دې مهال 4 کروړه 47 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركړې شوې۔ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د پوليو دا هدف زياتې خوارۍ او هر يو كور ته رسېدو سره ترلاسه كړے شو۔ د اېن اي او سي په بيان كښې دا هم …

اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پايې ته ورسېد، په دې مهال 4 کروړه 47 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركړې شوې۔ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) له مخې د پوليو دا هدف زياتې خوارۍ او هر يو كور ته رسېدو سره ترلاسه كړے شو۔ د اېن اي او سي په بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې د كمپائن په مهال كوچنيانو ته د وټامن اے اضافي خوراك هم وركړے شو۔ د شمېرو له مخې په پنجاب كښې 2 کروړ ه 30 لکه ، سندھ كښې يو كروړ 4 لکه ، خېبر پښتونخوا كښې 72 لکه 22 زره او په بلوچستان كښې 26 لکه20 زره څخه ياتو كوچنيانو ته پوليو څخه د مخنيوي څاڅكي وركړې شول۔ دغسې په اسلام آباد كښې 4 لکه 41 زره څخه زياتو ، ګلګت بلتستان كښې 2 لکه 92 زره څخه زياتو او په آزاد كشمير كښې نزدې 7 لکه 17 زره كوچنيانو ته قطرې وركړې شوې۔ د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر له مخې د د دے كمپائن په كاميابۍ كښې مور پلار او ځائي كميونټي بشپړ كردار ترسره كړو۔ ادارې د سكيورټي ادارو په وخت مؤثره مرسته ستائلو سره د هغوي خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د كمپائن په مهال په مرسته كولو د ټولو همكارانو مننه كوو

مزید خبریں