اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) اسلام آباد ټرېفک پولیس (آئي ټي پي) د بهرنیو پلاويو راتګ په پام کښې نیولو سره ریډ زون او اېكسټېنډډ رېډ زون هر ډول ټرېفک لپاره په بشپړه توګه بند كړے او متبادل پلان یې خپور کړے دے۔ د آئي ټي پي يو اهلكار د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې كورال څخه تر زيرو پوائنټ اېكسپرېس وے به هر ډول ټرېفك لپاره …
د بهرنیو پلاويو راتګ پام کښې نیولو سره ریډ زون هر ډول ټرېفک لپاره په بشپړه توګه بند كړے شو٬ متبادل بدیل پلان جاري

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) اسلام آباد ټرېفک پولیس (آئي ټي پي) د بهرنیو پلاويو راتګ په پام کښې نیولو سره ریډ زون او اېكسټېنډډ رېډ زون هر ډول ټرېفک لپاره په بشپړه توګه بند كړے او متبادل پلان یې خپور کړے دے۔ د آئي ټي پي يو اهلكار د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې كورال څخه تر زيرو پوائنټ اېكسپرېس وے به هر ډول ټرېفك لپاره بنده وي او په سرينګر هائي وے هم دمه په دمه ټرېفك معطل پاتے كېدے شي۔ د سېکټرز G-5، G-6، G-7، F-6 او F-7 اوسېدونكي پنډۍ ته تللو لپاره مارګله روډ او نائنتھ ايونيو كارولې شي۔ ده ووئيل كه زيرو پوائنټ څخه تر كورال چوك لاره بنده شي نو مسافر د سري نګر هائي وے څخه د نائنتھ ايونيو او بيا د سټېډيم روډ ٬ مري روډ او راول روډ د لارې كورال ته رسېدې شي۔ پارک روډ څخه کلب روډ ته تلونکی ټرېفک به د ترامړي چوک په لور ګرځولې شي۔ هغه مسافر چې بهارا کهو څخه پنډۍ ته ځي، هغوی ته د كورنګ روډ ٬ بني ګالا او لهتراړ روډ كارولو هدايت شوے دے۔ پنډۍ صدر څخه اسلام آباد ته راتلونكے ټرېفك د فقېر اېپي روډ نائنتھ ايونيو د لارې كرنل شېر خان روډ كارولې شي۔ پېښور څخه لاهور ته تلونكې هېوي ټرېفك به د ټېكسلا موټروے ٬ چكري انټرچېنج ٬ چك بېلي روډ او روات جي ټي روډ د لارې ډائيورټ كولې شي۔ دغسې لاهور څخه پېښور ته تلونكې هېوي ټرېفك به د روات جي ټي روډ ٬ چك بېلي روډ ٬ چكري انټرچېنج او ټېكسلا د لارې موټروے كارولې شي۔ وګړو ته هدايت شوے دے چې هغوي متبادلې لارې وكاروي او ټرېفك پوليس سره تعاون وكړي دغسې چې د ټرېفك بهير روان وساتلې شي۔ نورو معلوماتو لپاره د آئي ټي پي واټس اېپ چېنل ٬ د اسلام آباد پوليس سوشل ميډيا پلېټ فارمز او آئي ټي پي اېف اېم 90.92 ته رجوع كېدې شي۔










