اسلام آباد/ ډېرہ غازی خان ۔19اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په شمول نوموړو سياسي شخصياتو د ارواښاد ذوالفقار علي خان كھوسه د لاس نيوې او قرآن خوانۍ دستوره كښې ګډون وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سجادہ نشین دربار حضرت موسیٰ پاک شهید سید ابوالحسن ګیلانی لخوا اجتماعي دعا وكړې شوه۔ ده ارواښاد …
د سيد يوسف رضا ګيلاني او ګورنر فېصل كريم كنډي د ارواښاد سردار ذوالفقار علی خان کھوسه د لاس نيوې دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد/ ډېرہ غازی خان ۔19اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په شمول نوموړو سياسي شخصياتو د ارواښاد ذوالفقار علي خان كھوسه د لاس نيوې او قرآن خوانۍ دستوره كښې ګډون وكړو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سجادہ نشین دربار حضرت موسیٰ پاک شهید سید ابوالحسن ګیلانی لخوا اجتماعي دعا وكړې شوه۔ ده ارواښاد لپاره د بخښنې او لوړو درجو دعا هم وكړه۔ په دې موقع د سردار حسام الدین کھوسه دستاربندي وكړې شوه او هغه د قبيلې مشر غوره كړے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ارواښاد ذوالفقار کھوسه مدبر، باوقار او اصول خوښوونكے لارښود و۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په دې موقع ووئيل چې د ارواښاد ذوالفقار کھوسه خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل داسې لارښود د قوم قيمتي اثاثې وي۔










