اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان مذاكراتو ته وده وركولو او فريقېن د مذاكراتو مېز ته راوستلو كښې پرله پسې رغنده كردار ترسره كړے دے٬ تلپاتے امن ترلاسه كولو له سفارت كاري او مشغوليت ضروري دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په استنبول كښې د بېن الپارلیمانی یونین (آئی پی یو) 152 مې عمومي اسمبلۍ په موقعه د تركيه د ګرېنډ نېشنل اسمبلۍ …
پاكستان مذاكراتو او تلپاتي امن لپاره رغنده كردار ترسره كوي: اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان مذاكراتو ته وده وركولو او فريقېن د مذاكراتو مېز ته راوستلو كښې پرله پسې رغنده كردار ترسره كړے دے٬ تلپاتے امن ترلاسه كولو له سفارت كاري او مشغوليت ضروري دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په استنبول كښې د بېن الپارلیمانی یونین (آئی پی یو) 152 مې عمومي اسمبلۍ په موقعه د تركيه د ګرېنډ نېشنل اسمبلۍ سپيكر نعمان قرتولمس سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ سردار ایاز صادق ووئيل دا ډول نړيوال پارليماني فورمز ټاكلې استازو ته د خپلو تجرباتو شريكولو سره سره په ګډو چېلنجونو يو بل سره د خيالاتو څرګندونې او نړيوال امن او پرمختګ لپاره جمهوري اقدارو ٬ تفاهم او مكالمې ته وده وركوي۔ سپكر اياز صادق په دې خبره زور راوړو چې جنګ او تصادم د شخړو حل نه دے۔ ده ووئيل تلپاتے امن د بامعني او پرله پسې مذاكراتو دلارې ترلاسه كېدې شي۔ ده ورونړو اسلامي هېوادونو سره مضبوطو اړيكو سره سره د روادارۍ ٬ سفارتكارۍ او تعميري نړيوال مشغولت حوالې سره امن ٬ استحكام او دوه اړخيزه احترام لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ په دې موقع ترك سپيكر سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د مثبت كردار ستائنه او تاو تريخوالي كمولو له يۍ د پاكستان د فوري هڅو اعتراف وكړو۔ ده په خاص توګه د وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د مشرتابه ستائنه هم وكړه۔ دواړو سپيكرانو سيمه ايز امن او استحكام لپاره د خپل ګډ عزم پخلي كولو د پارليماني سفارتكارۍ په لا مضبوطولو اتفاق وكړو۔










