د روان كال په مهال حج له تلونكو لپاره آسانۍ د تېرو كلونو په مقابله كښې زياتې په زړه پورې كولې شي : د مذهبي چارو وفاقي وزير

اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف تصديق كړے دے چې د روان كال په مهال حج له تلونكو لپاره آسانۍ د تېرو كلونو په مقابله كښی زياتې په زړه پورې كولې شي۔ ده عازمينو ته ووئيل چې هغوي دې د سفر په مهال نظم وضبط سره سره په هداياتو سختۍ سره عمل وكړي۔ د خالي په ورځ يو مقامي چېنل سره خبرو كښې سردار يوسف …

اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف تصديق كړے دے چې د روان كال په مهال حج له تلونكو لپاره آسانۍ د تېرو كلونو په مقابله كښی زياتې په زړه پورې كولې شي۔ ده عازمينو ته ووئيل چې هغوي دې د سفر په مهال نظم وضبط سره سره په هداياتو سختۍ سره عمل وكړي۔ د خالي په ورځ يو مقامي چېنل سره خبرو كښې سردار يوسف حج له تلونكو لپاره د محفوظ او هر ډول پرېشانۍ څخه د پاك سفر دعا وكړه۔ ده په عازمينو زور راوړو چې هغوي دې د حج ورځو په مهال د سعودي قوانينو بشپړه پابندي وكړي چې ورسره به د حاجيانو حفاظت او وقار باوري كړې شي۔ ده ووئيل د حكومتي حج سكيم لاندې به ټول 468 پروازونه د پاكستان بېلو ښارونو څخه حجاز مقدس ته ځي۔ سردار يوسف ووئيل زه پخپله د ټولو تياريانو نګراني كوم۔ ده اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې مكه او مدينه كښې روغتون او ډسپنسريانې د حاجيانو له رارسېدو څخه وړاندې په بشپړه توګه فعاله كړي۔

مزید خبریں