اسلام آباد۔18اپریل(اے پی پی)وزير اعظم شهباز شريف، کلتوري ورثه د ټولنيز تنوع او ماضي ساتونکې بللو سره وئيلي دي چې د پاکستان کلتوري ورثه په څو اړخيزه تمدنونو سينګار شوې او پاکستان د نړۍ د پخوانيو تمدنونو رنګونه مجسم کوي۔ نن د خالي ورځ د لمانځلې كېدونكې كلتورې ورثې ورځې مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د نړۍ ملتونو سره په همغږۍ کښې د نړيوالې کلتوري ورثې ورځ …
د پاکستان کلتوري ورثه په څو اړخيزه تمدنونو سينګار شوې: د وزيراعظم د كلتوري ورثې نړيوالې ورځې په مهال پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔18اپریل(اے پی پی)وزير اعظم شهباز شريف، کلتوري ورثه د ټولنيز تنوع او ماضي ساتونکې بللو سره وئيلي دي چې د پاکستان کلتوري ورثه په څو اړخيزه تمدنونو سينګار شوې او پاکستان د نړۍ د پخوانيو تمدنونو رنګونه مجسم کوي۔ نن د خالي ورځ د لمانځلې كېدونكې كلتورې ورثې ورځې مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د نړۍ ملتونو سره په همغږۍ کښې د نړيوالې کلتوري ورثې ورځ په کلکه لمانځي. د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم وويل چې نن ورځ هغه په پاکستان او ټوله نړۍ کښې هغو اشخاصو ته د زړه له کومې درناوی وړاندې کوي چې د ګډ کلتوري ورثې په څېر د يوې ارزښتناکې شتمنې د ساتنې لپاره هڅې کوي۔ هغه وويل چې په نړيواله کچه د کلتوري ورثې لپاره د ورځې خاص کول د هغې اهميت روښانه کوي. کلتوري ورثه د ټولنيز تنوع او د هغې د ماضي ساتونکې او د راتلونکي ضامن ده.هغه وويل چې د پاکستان کلتوري ورثه څو اړخيزه تهذيب او تمدن سره سينګار شوې ده۔ زمونږ ورثه د انساني تخليق او تنوع يو ښكلے مثال دے۔ زمونږ ارزښتناکه کلتوري ورثه زمونږ ملي هويت او د ټولنيزې همغږۍ څرګندونه ده۔ کلتوري کيسې، شفاهي دودونه، موسيقي، هنرونه او سيمه ييزې ژبې د ټولنې د روح ژوند او تازه والې په ځاې ساتي۔ وزيراعظم وويل چې د پاکستان حکومت کلتوري ورثه ملي پرمختګ او نړيوالو اړيکو کښې مهمه ګڼي۔ د يونيسکو د ساتنې په لسټ کښې د پام وړ کلتوري ورثې شاملولو لپاره هڅې روانې دي۔ هغه وويل چې حکومت ورثه په دستاويز شكل كښې محفوظ كولو له د ډيجټل كلتوري پلېټ فارم په جوړولو كښې سرمايه كاري كوي۔ هغه وويل کلتوري ورثه د ماحولياتي بدلون او د روايتي علم د كمي په څير يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ حكومت ٬ كميونټيز ٬ علمي ادارې د او د سول سوسائټي اجتماعي هڅو سره دا راتلونكو نسلونو ته په خوندي ډول منتقل كېدې شي۔ ده وئويل په ننۍ ورځ زه ټولو پاكستاني وګړو په خاص توګه ځوان كول ته اپېل كوم چې هغوي په خپل كلتوري ورثه وياړ ولري او ددې په تحفظ او وده كښې خپل كردار ترسره كړي۔ زمونږ ورثه زمونږ د ملي هویت او یووالي سرچینه ده. راځئ چې ټول د خپل ارزښتناک ملي ورثې د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړو.










