انطاليه۔18 اپرېل(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې درېو هېوادونو د دورې له بشپړولو وروسته د ترکیې انطالیا ښار څخه پاکستان ته راستون شو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د انطاليه په هوائي ډګر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ډي جي سفير تولګا برمېك ٬ سفیر نیلوفرکیګیسیز، د ترکیې د پارلمان غړي برهان …
وزيراعظم د درېو هېوادونو له دورې وروسته خپل هېواد ته راستون شو

مزید خبریں
انطاليه۔18 اپرېل(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې درېو هېوادونو د دورې له بشپړولو وروسته د ترکیې انطالیا ښار څخه پاکستان ته راستون شو۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د انطاليه په هوائي ډګر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ډي جي سفير تولګا برمېك ٬ سفیر نیلوفرکیګیسیز، د ترکیې د پارلمان غړي برهان قایاترک او په ترکیه کښې د پاکستان سفیر ډاکټر یوسف جنېد وزراعظم او پاكستاني پلاوي ته په مخه ښه ووې۔ وزيراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان، قطر او ترکیې خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال د درې واړو وروڼو هېوادونو د مشرتابه په شمول په انطاليه ډپلومېسي فورم كښې ګډون كوونكو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم ورونړو هېوادونو سره د اړيكو په لا مضبوطولو ٬ په منطقه كښې امن په ځاې كولو له د پاكستان په روانو هڅو او سيمه او نړۍ كښې په روانه وضعه نړيوالو لارښودو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دورې په مهال نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او د وزيراعظم د نړيوالې مېډيا وياند مشرف زېدي هم وزيراعظم سره و۔










