انطالیه۔17اپرېل (اے پی پی) پاکستان او ترکیه د تزویراتی همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره په منطقه كښې تلپاتي او مستحكم امن ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تركيه صدر رجب طيب اردوان سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ترك صدر وزيراعظم ته تركيه …
د وزيراعظم شهباز شريف ترك صدر رجب طیب اردوان سره دوه اړخيزه ملاقات ٬ د تزويراتي همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے

مزید خبریں
انطالیه۔17اپرېل (اے پی پی) پاکستان او ترکیه د تزویراتی همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره په منطقه كښې تلپاتي او مستحكم امن ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تركيه صدر رجب طيب اردوان سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ترك صدر وزيراعظم ته تركيه ته په راتللو هركلې ووې او په فورم كښې په ګډون كولو يۍ دده مننه وكړه۔ هغه امن لپاره د وزيراعظم د هڅو ستائنه كولو سره وويل چې تركيه به په منطقه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د سفارتي هڅو ملاتړ روان ساتي۔ وزيراعظم په تود هركلي او په زړه پورې مېلمستيا د ترك صدر مننه وكړه۔ دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې موجوده موقعې څخه ګټه پورته كولو سره منطقه كښې بايد تلپاتي او مستحكم امن ته وده وركړې شي۔ دواړو د روان كال په پايه كښې په انقره كښې د 8 م اعلی كچې اسټرېټجک تعاون کونسل (اېچ اېل اېس سی سی ) غونډې په كولو اتفاق وكړو۔ د ملاقات په پايه كښې دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو۔










