د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تهران كښې خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره ملاقات ٬ منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

تهران ۔17اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تهران كښې خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال ايراني داخله وزير سکندر مومنی جنګ بندۍ كښې په مصالحتي كردار ترسره كولو د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د ورور هېواد پاكستان په ثالثۍ كښې جنګ بندي ممكن …

تهران ۔17اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تهران كښې خپل ايراني همڅنګ سكندر مومني سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې منطقه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال ايراني داخله وزير سکندر مومنی جنګ بندۍ كښې په مصالحتي كردار ترسره كولو د پاكستان د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د ورور هېواد پاكستان په ثالثۍ كښې جنګ بندي ممكن شوه كومې ته چې ايران د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل ايران به د پاكستان مخلصانه او مثبت كردار تل ياد ساتي۔ په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل پاكستان په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام كښې خوښي لري او د منځني ختيز شخړې تلپاتي حل لپاره مخلصانه هڅې روانې دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې جنګ د مسئلې حل نه دے٬ بلكې مذاكرات او مكالمه د شخړو د حل يوازينۍ لاره ده۔ دواړو لارښودو سيمه ايز امن او سلامتيا او دوه اړخيزه همكارۍ ته د لا ودې په وركولو اتفاق وكړو۔

مزید خبریں