انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره عرب او افريقائي چارو لپاره د امريكائي صدر مشر سلاحكار مسعد بولوس ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شي بيان له مخې دا ملاقات د انطالیه ډپلومېسی فورم په موقع وشو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او هغه سره د خپلو تېرو ملاقاتونو تذكره وكړه۔ وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف سره د امريكائي صدر مشر سلاحكار مسعد بولوس ملاقات

مزید خبریں
انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره عرب او افريقائي چارو لپاره د امريكائي صدر مشر سلاحكار مسعد بولوس ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري شي بيان له مخې دا ملاقات د انطالیه ډپلومېسی فورم په موقع وشو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او هغه سره د خپلو تېرو ملاقاتونو تذكره وكړه۔ وزيراعظم د صدر ټرمپ د جراتمندانه او پرېكنده مشرتابه ستائنه وكړه چې په نتيجه كښې يۍ تېر كال د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندي وشوه۔ وزیراعظم په لبنان كښې جنګ بندۍ كښې هم د صدر ټرمپ كردار وستائلو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايزه وضعه ٬ امن لپاره د پاكستان په هڅو ٬ جنګ بندۍ او تاريخي اسلام آباد مذاكراتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په اقتصادي او تجارتي همكارۍ او ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ كښې د شريكې خوښې په چارو د پاكستان او امريكا دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ مسعد بولوس وزیراعظم ته د ډونلډ ټرمپ لخوا نېكې هيلې ورسولې او په منطقه كښې استحكام لپاره يۍ د ده د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ ده د ترهګرۍ په ضد اقداماتو ٬ اقتصادي پرمختګ او د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي په شمول په شريكو ترجيحاتو كښې پاكستان سره د مرستې لا قوي كولو كښې د امريكا خوښي تكرار كړه۔










