وزیرِ اعظم شهباز شریف نن د انطالیه ډپلومېسی فورم په ليډرز پېنل كښې ګډون كوي

انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف او د ترکیې صدر رجب طیب اردوان به نن د جمعې په ورځ په انطاليه كښې په كېدونكي 5 م ډپلومېسي فورم كښې د سباؤن لائحې او غېر يقيني وضعې په سرخط كېدونكي ليډرز پېنل كښې ګډون كوي۔ د وزيراعظم د دفتر رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم شهباز شريف تېره ورځ د ترك صدر رجب طيب اردوان په بلنه …

انطالیه۔17اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف او د ترکیې صدر رجب طیب اردوان به نن د جمعې په ورځ په انطاليه كښې په كېدونكي 5 م ډپلومېسي فورم كښې د سباؤن لائحې او غېر يقيني وضعې په سرخط كېدونكي ليډرز پېنل كښې ګډون كوي۔ د وزيراعظم د دفتر رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم شهباز شريف تېره ورځ د ترك صدر رجب طيب اردوان په بلنه انطاليه ډپلومېسي فورم كښې ګډون لپاره دلته رارسېدلے و۔ وزيراعظم به پېنل ته د پاكستان نقطه نظر وړاندے كوي۔ هغه به د فورم پرانستې دستوره كښې ګډون هم كوي۔ په دې موقع به وزيراعظم ترك صدر رجب طيب ايروادن سره سره په فورم كښې ګډون كوونكو نورو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔