اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د انطالیه ډپلومېسی فورم په موقع د ترك جمهوريه شمالي قبرص خارجه وزير تحسين ارطغرل اوغلو سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته او همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو اړخونو بېلو څانګو …
د نائب وزيراعظم د ترك جمهوريه شمالي قبرص خارجه وزير سره ملاقات ٬ بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د انطالیه ډپلومېسی فورم په موقع د ترك جمهوريه شمالي قبرص خارجه وزير تحسين ارطغرل اوغلو سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته او همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو اړخونو بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكاري مضبوطولو او په خاص توګه په شمالي قبرص كښې د مېشته پاكستاني وګړو تعليم او خېر ښېګړې له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوئي د نزدې رابطو په برقرار ساتلو او خپلو وګړو ته ګټه رسولو له په ګډه د كار په روان ساتلو اتفاق هم وكړو۔










