انطاليه 16 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې خپلې دورې په مهال انطاليه ته رسېدلې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د انطاليه ګورنر هلوسي شاهين د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي په هوائي ميدان تود هركلے وكړو۔ په دې موقع په تركيه كښې د پاكستان سفير يوسف جنيد او اعلٰی سفارتي اهلكار هم موجود وو۔ وزيراعظم …
وزيراعظم محمد شهبازشريف د تركيې په دوره انطاليه ته ورسېد
انطاليه 16 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې خپلې دورې په مهال انطاليه ته رسېدلې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د انطاليه ګورنر هلوسي شاهين د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي په هوائي ميدان تود هركلے وكړو۔ په دې موقع په تركيه كښې د پاكستان سفير يوسف جنيد او اعلٰی سفارتي اهلكار هم موجود وو۔ وزيراعظم به (سبا) د جمعې په ورځ په پنځم انطاليه ډپلوميسي فورم كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم به فورم كښې د پاكستان نقطه نظر وړاندې كولو لپاره”ليډرز پينل” كښې ګډون كوي۔ په دې موقع د وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صدر رجب طيب اردوان او نورو مهمو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم متوقع دي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او د وزيراعظم د نړيوال ميډيا وياند مشرف زيدي د پاكستان په پلاوي كښې وزيراعظم سره دي











