اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي چې د منطقې صورتحال له امله د توان موجوده حالاتو سره مخ يو٬ اولس ته په رامخې ته ستونزو بخښنه غواړو٬ چې څنګه ګاز بحال او د پن بجلۍ پېداوار زيات شي لوډشېډنګ به ختم شي، حکومت په تېرو لسو كالو كښې د پاور په څانګه كښې اهم اصلاحات كړي٬ د بجلۍ په بيعه …
د منطقې صورتحال له امله د توان موجوده حالاتو سره مخ يو٬ چې څنګه ګاز بحال او د پن بجلۍ پېداوار زيات شي لوډشېډنګ به ختم شي۔ وفاقي وزير اويس احمد لغاري
اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي چې د منطقې صورتحال له امله د توان موجوده حالاتو سره مخ يو٬ اولس ته په رامخې ته ستونزو بخښنه غواړو٬ چې څنګه ګاز بحال او د پن بجلۍ پېداوار زيات شي لوډشېډنګ به ختم شي، حکومت په تېرو لسو كالو كښې د پاور په څانګه كښې اهم اصلاحات كړي٬ د بجلۍ په بيعه كښې كمې كړې او نظام په ښه ډول چلولې كېږي٬ د نورو هېوادونو په نسبت د پاكستان صورتحال ډېر بهتر دے، د منګلا او تربيلا بند څخه د اوبو اخراج كښې د كمي له امله د بجلۍ پېداوار تقريباً 1530 ميګاواټ كم شوے دے او د اېل اېن جي د نشتوالي په سبب 2500 مېګاٶاټ شارټ فال سره مخ يو۔ د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاريد زيارت په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل چې اپرېل 2026 څخه د خليج صورتحال له امله تقريباً اېل اېن جي ټول پلانټس ته د ګاز سپلائي بند ده٬ د اپرېل په وړومبو پنځلس ورځو كښې د بجلۍ طلب هره ورځ د 15 نه تر 12 زره مېګاٶاټ ٶ٬ په پيك آورز كښې په لوډشېډنګ بخښنه غواړو۔ ده ووئيلد پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت پاکستان تل لپاره د تيارو نه وباسلې ٶ٬ د ورځې يو ډول لوډشېډنګ نه كېږي۔ ده ووئيل چې اپرېل كښې مونږ كم ترين طلب يعنې 9000 مېګاٶاټ سره مخ ٶ او يوازې شپږ ورځې پس په پنځلسم اپرېل 20 زره مېګاٶاټ طلب رامخې ته شو، تېر كال په اپرېل كښې پن بجلۍ څخه 3200 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوې او د ايل اين جي درې زره مېګاٶاټ او فرنس آئل نش برابر استعمال شوې ځكه چې د دې د بجلۍ په بيعه اثر پرېوځي۔ ده ووئيل د خليج صورتحال له امله د ايل اين جي پلانټس ته د ګاز سپلائي بند ده كومو څخه چې د پېداواري صلاحيت شپږ زره مېګاٶاټ چې پكښې د كول ګاز څخه يوازې 500 مېګاٶاټ بجلي پېدا كېږي او پن بجلۍ څخه سږ كال په اپرېل كښې 1600 مېګاٶاټ بجلي جوړېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په هېواد كښې د ټولو ترلاسه ذريعو پشمول درآمدياو د ځائي سكرو، نيوکليئر، پن بجلي او د سولر تواناستعمالېږي٬ دا مهال تقريباً 3400ميګاواټ شارټ فال سره مخ يو٬ هر كال د 500 نه تر 600ميګاواټ شارټ فال له امله تقريبا د يو ساعت لوډ مينجمنټ كېدو او 3400ميګاواټ شارټ فال سره مونږ له د 6 نه تر 7 ساعته لوډ مينجمنټ كول دي۔ ده ووېيل بشپړه هڅې كوٶ چې د اېندهن بندوبست وكړئ شي دغسې چې د بجلۍ پېداوار زيات شي۔ ده ووئيل د منطقې صورتحال له امله د توان موجوده حالاتو سره مخ يو٬ اولس ته په رامخې ته ستونزو بخښنه غواړو٬ چې څنګه ګاز بحال او د پن بجلۍ پېداوار زيات شي لوډشېډنګ به ختم شي، حکومت په تېرو لسو كالو كښې د پاور په څانګه كښې اهم اصلاحات كړي٬ د بجلۍ په بيعه كښې كمې كړې او نظام په ښه ډول چلولې كېږي











