اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) په وفاقيپايه تخت اسلام آباد كښې د سکيورټي فول پروف انتظامات شوې دي٬ د پوليس وياند له مخېکورال، سنګجاني، شهزاد ټاؤن، مارګله او د سبزي منډي تهانو په سيمو كښې سرچ آپريشنز د زونل اېس پيز په نګرانۍ كښې شوې چې پكښې لېډيز پوليس هم برخه اخستې٬ د سرچ آپرېشن په مهال 570 كسانو او د 225 كورونو چېكنګ شوې او 53 دکانونه او 14 …
اسلام آباد كښې د سکيورټي فول پروف انتظامات
اسلام آباد16اپرېل (اے پي پي) په وفاقيپايه تخت اسلام آباد كښې د سکيورټي فول پروف انتظامات شوې دي٬ د پوليس وياند له مخېکورال، سنګجاني، شهزاد ټاؤن، مارګله او د سبزي منډي تهانو په سيمو كښې سرچ آپريشنز د زونل اېس پيز په نګرانۍ كښې شوې چې پكښې لېډيز پوليس هم برخه اخستې٬ د سرچ آپرېشن په مهال 570 كسانو او د 225 كورونو چېكنګ شوې او 53 دکانونه او 14 هوټلز هم چېك كړې شوې دي دعسې د223 موټر سائيکلو او91 ګاډو كتنه شوې ده۔ د پوليس کارروائيو په مهال د دوه افغان وګړو پشمول 37 شكمن كسان نيولي شوي او نور تفتيش لپاره اړوند تهاڼو ته منتقل كړې شوې دي،دغسې 7 ګاډي او 18 موټر سائيکلې هم په تحويل كښې اخستې شوې دي٬ د دې نه غلاوه غېر قانوني وسله لرونكي كسان نيولو سره يو ټوپك او طمانچې سره سره كارتوس هم برامد شوي دي۔ د پوليس وياند له مخې د ښار په داخلي او خارجي لارو موثره نګرانۍ لپاره خاص چېکنګ پوائنټس جوړ كړې شوې دي او ټول پټرولنګيونټس او خاصاسکواډز په ښار كښې پرله پسې ګزمه كوي۔ د اسلام آباد پوليس وګړو ته اپيل كړے دے چې د چېكنګ په مهال پوليس سره مرسته وكړي او د هر ډول مشكوك هلو ځلو په سمدستي توګه اطلاع وكړي۔د پوليس وېنا ده چې د وګړو د ځان او مال تحفظ لپاره ټول ممكنه اقدامات كوٶ۔











