ملګري ملتونه ۔16اپرېل (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د جمهوريه كانګو په ختيزه سيمه كښې روان تشدد ٬ بشري بحران او د بې كوره شوو وګړو زياتېدونكې شمېره دا خبره په ګوته كوي چې دغلته په سمدستي توګه امن او استحكام بحالول زيات ضروري دي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښی د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د جمهوريه كانګو او …
په جمهوريه كانګو كښې امن او استحكام بحالول ضروري دي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔16اپرېل (اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د جمهوريه كانګو په ختيزه سيمه كښې روان تشدد ٬ بشري بحران او د بې كوره شوو وګړو زياتېدونكې شمېره دا خبره په ګوته كوي چې دغلته په سمدستي توګه امن او استحكام بحالول زيات ضروري دي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښی د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د جمهوريه كانګو او پراخا ګرېټ لیکس ریجن په صورتحال د 15 كسيزه كونسل غونډه كښې بحث كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ په قراداد 2773 د بشپړ عملدرآمد په حاجت او په دې خبر زور راوړو چې تلپاتې جنګ بندي منتطقه كښې استحكام او سياسي حل لپاره زياته مهمه ده۔ ده ووئيل په منطقه كښې په نسلي بنيادونو د جوړ شوو وسله والو ډلو ترمينځه تاؤ تريخوالي له لسيزو څخه جاري دے۔ پاكستاني استازي تاؤ تريخوالې كمولو له د د روانو سفارتي هڅو ستائنه وكړه۔ پاكستاني استازي په دې خبره هم زور راوړو چې د قدرتي وسائلو غېر قانوني لوټ مار او قاچاق په مشرقي كانګو كښې د بې ثباتۍ يو لوے سبب دے په كوم قابو موندلو له چې نړيوالې مرستې ٬ شفافيت او مؤثره اقداماتو ته اړتيا ده دغسې چې وسائل د شخړو په ځائې د خوشحالۍ سبب وګرځي۔










