واشنګټن ډی سی۔16اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې پرمختګ كوونكي هېوادونه د پورونو فشار سره مخ دي ٬ د سود لوړه كچه او نړيوال مالياتي حالاتو كښې د سختۍ له امله د پرمختګ كوونكو هېوادونو ترقي او تلپاتې نمو لپاره د سرمايه كارۍ صلاحيت اغېزمن كيږي٬ د مالي كال 2026 ذمه وارۍ ترسره كولو له بهرني مالياتي انتظامات باوري كړې شوي دي۔ …
پرمختګ كوونكي هېوادونه د پورونو فشار سره مخ دي ، د 2026 ذمه وارۍ ترسره كولو له بهرني مالياتي انتظامات باوري كړې شوي دي ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب په واشنګټن ډي سي كښې دستورو ته خطاب ٬ ملاقاتونو كښې خبرې
واشنګټن ډی سی۔16اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي چې پرمختګ كوونكي هېوادونه د پورونو فشار سره مخ دي ٬ د سود لوړه كچه او نړيوال مالياتي حالاتو كښې د سختۍ له امله د پرمختګ كوونكو هېوادونو ترقي او تلپاتې نمو لپاره د سرمايه كارۍ صلاحيت اغېزمن كيږي٬ د مالي كال 2026 ذمه وارۍ ترسره كولو له بهرني مالياتي انتظامات باوري كړې شوي دي۔ ده دا خبره په واشنګټن ډي سي كښې د باروئررز پلېټ فارم اجرا دستورې ته خطاب او د بېلو نريوالو مالياتي ادارو پلاويو او عهدېدارانو سره ملاقاتونو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پرمختګ كوونكي هېوادونه د پورونو فشار سره مخ دي ٬ د سود لوړه كچه او نړيوال مالياتي حالاتو كښې د سختۍ له امله د پرمختګ كوونكو هېوادونو ترقي او تلپاتې نمو لپاره د سرمايه كارۍ صلاحيت اغېزمن كيږي۔ ده ووئيل اګركه داخلي اصلاحات زيات مهم دي او په دې عملدرآمد جاري دے خو په نړيوال مالياتي نظام كښې موجوده ډھانچه جاتي ركاوټونه پورونه اغستونكو هېوادونو لپاره د ترلاسه پالېسۍ ګنجائش محدود كوي۔ وفاقي وزير ووئيل باروئررز پلېټ فارم يو پخوانۍ خلا ختموي ولې چې پور اخستونكو هېوادونو سره داسې كوم مخصوص فورم نه و چرته چې هغوي خپل تجربات يو بل سره ګډ كړې شي٬ رامخې ته كېدونكې خطرې په ګوته كړې شي او خپل اجتماعي دريځ كښې هم آهنګي پېدا كړې شي۔ د خزانې وزير زياته كړه چې پاكستان د مالي كال 2026 ذمه وارۍ ترسره كولو له بهرني مالياتي انتظامات باوري كړي دي۔ د آسيائي پرمختيائي بنك صدر ماساتو كاندا سره ملاقات كښې د خزانې وزير په کنټری پارټنرشپ اسټرېټیجی اوسنې لاس ليك د پاكستان او آسيائي پرمختيائي بنك ترمينځه دوزه اړخيزه مرسته كښې يو مهم سنګ ميل وګرځولو۔ ده د پاكستان اولني پانډا بانډ اجرا لپاره د كرېډټ انهانسمنټ په برابرولو د صدر كاندا مننه وكړه۔ د خزانې وزير د بنک صدر نړيوال مالياتي فنډ سره د اېکسټېنډډ فنډ فېسلټی لاندې درېم جائزې او د رېزیلینس اېنډ سسټېن اېبلټی فېسلټی لاندې دويمې جائزې له د اسټاف لېول لوظنامې ترسره كېدو په اړه خبر كړو او په اېګزېكټو بورډ كښې د مثبت پېشرفت هيله ښكاره كړه۔ د خزانې وزير روان بحران مهم سپلائي شاك ګرځولو سره ددې اولنيو اغېزو مخنيوي له د پاكستان د پالېسي رد عمل خاكه وړاندې كړه۔ ده سټېټ بنك سره په ګډه د دويمې او درمې درجې اثراتو روانې جائزې ذكر هم وكړو۔ د خزانې وزير د وزيراعظم لخوا صدر كاندا ته د پاكستان دورې كولو دعوت هم وركړو۔ د فرينكلن ټيمپلټن اعلی مشرتابه سره ملاقات كښې د خزانې وزير پلاوي ته د حكومت د نجكارۍ په روان پروګرام بريفنګ وركولو سره ووئيل 28 څخه تر 29 سرکاری ملکیتی ادارې په باضابطه توګه نجكاري كمېشن ته سپارلې شوي دي۔ ده زياته كړه چې پاکستان ورچوئل اېسټس رېګولېټری اتھارټی په باضابطه توګه جوړه كړې شوې ده۔ ده ووئيل سټېټ بنک آف پاکستان په كال 2018 كښې د کرپټو کرنسۍ لېن دېن لپاره د بېنكارۍ ذريعو په كارولو لګولے شوے بندېز بېرته اخستې دے۔ د جے پی مورګن چیس استازو سره ملاقات كښې د خزان وزير دې پلو اشاره وكړه چې پاكستان نزدې 4 كاله پس په نړيوال کېپټل مارکیټس كښی يو وارې بيا د داخلېدو تياري كوي۔ ده جے پي موګن ډلې ته آسيائي پرمختيائي بنك او آسيائي انفراسټركچر انوېسټمنټ بنك سره د کاؤنټر انډیمنټی لوظنامو په اړه بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير د سعودي عربستان لخوا مالي مرسته وستائله۔ سټي مېکرو فورم ته خطاب كښې د خزانې وزير تصديق وكړو چې د اېکسټېنډډ فنډ فسېلټی لاندې درېمې جائزې او د ریزیلینس اېنډ سسټېن اېبلټی فسیلټی لاندې دويمې جائزې لپاره اسټاف لېول لوظنامه شوې ده۔ د نړيوال مالياتي فنډ اېګزېكټو بورډ لخوا ددې منظوري د مئي مياشتې په پېل كښې متوقع ده۔











