مدینه منورہ۔16اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف روضه رسول (ص) ته حاضر شو او دغلته يۍ هېواد او قام لپاره د ترقۍ او ګرده نړۍ كښې امن لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم تېره شپه سعودي ولي عهد او وزيراعظم ابن سلمان سره له ملاقات وروستو مدينې منورې ته ورسېد چرته چې د مدينې ګورنر شهزاده سلمان بن …
د وزيراعظم روضه رسول (ص) ته حاضري ٬ هېواد او قام لپاره د ترقۍ ٬ سوكالۍ او ګرده نړۍ كښې امن له دعاګانې
مدینه منورہ۔16اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف روضه رسول (ص) ته حاضر شو او دغلته يۍ هېواد او قام لپاره د ترقۍ او ګرده نړۍ كښې امن لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم تېره شپه سعودي ولي عهد او وزيراعظم ابن سلمان سره له ملاقات وروستو مدينې منورې ته ورسېد چرته چې د مدينې ګورنر شهزاده سلمان بن سلطان بن عبد العزيز آل سعود وزيراعظم او پاكستاني پلاوي ته هركلے ووے۔ وزیرِ اعظم روضه رسول (ص) ته حاضر شو ٬ په مسجد نبوي كښې يۍ نوافل ادا كړل او د هېواد او قام پرمختګ او سوكالۍ په شمول يۍ ګرده نړۍ كښې امن لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔ وزیرِ اعظم او پاكستاني پلاوي لپاره د روضه رسول دروازې پرانستلې شوې۔ وزيراعظم د روضې مباركې زيارت وكړو او د عقيدت سلام يۍ وړاندې كړو۔ وزيراعظم به د سعودي عربستان دورې له مكمل كولو څخه وروستو دوحه ته ځي چرته به چې هغه د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات كوي۔











