واشنګټن ډي سي 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان امريکې سره تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو كښې خوښي لري، په منطقه كښې اوسنې سفارتي پېشرفت اهم سنګ ميل دے٬ مكالمه او سفارتكاري هم د مسئلو تل پاتې حل دے او دا عمل د وخت د پېښې په ځائ يو مسلسل سفر دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن ډي …
پاکستان امريکې سره تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو كښې خوښي لري، په منطقه كښې اوسنې سفارتي پېشرفت اهم سنګ ميل دے ۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب اټلانټك کونسل كښې وېنا

مزید خبریں
واشنګټن ډي سي 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاکستان امريکې سره تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو كښې خوښي لري، په منطقه كښې اوسنې سفارتي پېشرفت اهم سنګ ميل دے٬ مكالمه او سفارتكاري هم د مسئلو تل پاتې حل دے او دا عمل د وخت د پېښې په ځائ يو مسلسل سفر دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن ډي سي كښې د امريكې نوموړې تھنك ټينك اټلانټك کونسل كښې د يوې مذاکرې په مهال وكړې۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان قيادت د هلو ځلو په سبب تقريباً 50 كاله پس د دواړو ډلو ترمېنځه نېغ په نېغه خبر پېل كېدل خپله يوه لويه كاميابي ده او دا د دې خبرې واضح ثبوت دے چې د شخړو هواري لپاره سفارتكاري درست لاره ده۔ ده ووئيل چې د روان سيمه ايز جنګ اثراتو څخه هر هېواد متاثره شوے دے او پاکستان هم د دې د ابتدائي اثراتو سره مخ دے چې پكښې د توان وركول٬ په بيعه كښې اضافه، د سبسډي نظام كښې بدلون او لاجسټکس مسئلې شاملې دي٬ حکومت د دې صورتحال مخه نيولو لپاره عمومي سبسډي په هدفي سبسډي كښې بدله كړې ده، د ايندھن ترسيل او د بيعې نظام بهتر كړے شوے او سپلائي چين او لاجسټکس وختونه ئې منظم كړي۔ د خزانې وزير ووئيل پاکستان په دې بحران كښې نسبتاً مضبوط معاشي بنيادونو سره داخل شوے دے٬ مالي او د بهرنيو كهاتو اشاريې مستحكم وې او معاشي استحکام په ځائ دے۔ ده ووئيل چې په مارچ كښې ترسيلاتِ زر تقريباً 3.48 اربه ډالره ٶ كوم چې د فرورۍ په مقابل كښې د پنځه سووه نه تر شپږ سووه ملين ډالرو زيات دې، په مجموعي توګه د كلن ترسيلاتِ زر اندازه تقريباً 41.5 ارب ډالر لګولې كېږي، معاشي شرح نمو تقريباً 4 فيصده پاتې كېدو توقع ده٬ په روشن ډيجيټل اکاؤنټس كښې د مارچ په مهال د تاريخ تر ټولو زياته سرمايه کاري ريکارډ شوې او په اپرېل كښې د دې نه هم د زياتېدو توقع ظاهرېږي۔ په دې موقع د دوه اړخيزه شراكتدارو مننه كولو سره د خزانې وزير ووئېل په سخت وخت كښې د دوي مرسته اهمه وه، سعودي عرب اضافي 3 اربه ډالره ډيپازټس وركولو اعلان كړے دے او موجودہ 5 ارب ډالر ډيپازټ موده د يو كال په ځائ تر دريو كالو زياته كړې شوه ده، دې اقداماتو څخه به د قرضو په وخت وركول ممكن شي، د زرمبادله پانګې به مستحكم شي او مالياتي باور كښې به هم اضافه وشي۔ د امريکې پاکستان د اقتصادي اړيكو په پوښتنه ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په واضح توګه وئيلي دي چې پاکستان ټولو شراكتدار څخه مرسته نه بلكې په تجارتي كښې خوښي لري، تېل و ګيس، معدنيات او د زراعت پشمول بېلو څانګو كښې شريكه مرسته د ټولو ډلو په ګټه ده۔ د خزانې وزير د اوسنۍ دورې په مهال زما د امريكې انتظاميه سره ښه او ګټور ملاقاتونه شوي دي او په دې ملاقاتونو كښې تجارت او سرمايه كارۍ كښې اضافې ته پام ګرځولې شوې










