اسلام آباد/استنبول 15 اپرېل (اے پي پي) په ترکيه كښې د بين الپارليماني اتحاد غونډې په موقع د اسياء بحرالكاهل د جغرافيائي او سياسي ډلې غونډه شوې چې پكښې د منطقې بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكو پارلماني پلاويو ګډون كړې۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په امن٬ سيمه ايزه مرسته او د نړيوالې سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په غونډه كښې …
استنبول كښې د بين الپارليماني اتحاد غونډې په موقع د اسياء بحرالكاهل د جغرافيائي او سياسي ډلې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد/استنبول 15 اپرېل (اے پي پي) په ترکيه كښې د بين الپارليماني اتحاد غونډې په موقع د اسياء بحرالكاهل د جغرافيائي او سياسي ډلې غونډه شوې چې پكښې د منطقې بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكو پارلماني پلاويو ګډون كړې۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې په امن٬ سيمه ايزه مرسته او د نړيوالې سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په غونډه كښې ګټورې خبرې وشوې چې پكښې د پارلماني سفارتکارۍ په اهميت زور راوړلې شو او په دې خبره سلا وشوه چې د رامخې ته كېدونكې جغرافيائي او سياسي چيلنجز مخه نيول، سيمه ايز استحكام ته وده وركول او د اسياء بحرالکاهل هېوادونو ترمېنځه شريكه همكاري لا قوي كولو لپاره مشتركه لائحه ضروري ده










