وزيراعظم محمد شهباز شريف جده ته ورسېد

جده 15 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف جده ته ورسېدو٬ د مكه ريجن نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشعال بن عبدالعزيز، د سعودي عرب په پاکستان كښې سفير نواف بن سعيد المالکي او په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي په هوائي مېدان تود هركلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په جده …

جده 15 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف جده ته ورسېدو٬ د مكه ريجن نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشعال بن عبدالعزيز، د سعودي عرب په پاکستان كښې سفير نواف بن سعيد المالکي او په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق د وزيراعظم او د پاكستاني پلاوي په هوائي مېدان تود هركلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په جده كښې به وزيراعظم د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود سره دوه اړخيزه ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا وده وركولو او د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او د وزيراعظم غېر ملكي ميډيا لپاره وياند مشرف زيدي وزيراعظم سره دي